«د وزن کمولو لپاره بشپړ خوب له ورزش څخه غوره دی»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۷ل): زمونږ یو شمېر خلک له سختې او ستړې کونکي ورځې وروسته د شپې په ارامه او پرسکونه خوب نشي کولی، خو که چیرې دغه خلک د شپې بشپړ خوب له ګټو خبر شي هیڅکله به په کې ناغیړي ونه کړي.

په یوه شپه کې له ۷ څخه تر ۸ ساعتونو بشپړ ارام خوب کول له دې غوره دي چې یو کس دې د وزن کمولو لپاره جمنازیوم ته ولاړ شي او یا سخت ورزش وکړي.

ډاکټر ګای میډوز چې د خوب فاکولتې مرستیال رییس دی وایي چې د وزن کمولو لپاره د شپې لخوا ښه خوب د ورځې له جیم کولو څخه غوره دی.

د میرر انلاین خبري اژانس سره په وینا کې نوموړي وویل چې: «زما په نظر ورزش د غورې روغتیا او بدن چست ساتلو لپاره مهم دی، خو که چیرې ستاسې خوب بشپړ او ارام نه وي ورزش مو بدن ته هیڅ ګټه نشي رسولای، ښه او ارام خوب باید ستاسې د ورزش له مهمې برخې څخه وي.

ډاکټر ګای میډوز زیاتوي چې د خوب ټاکلې موده چې مونږ ورته اړتیا لرو کولای شي زمونږ بدن د ټولې ورځې لپاره له انرژۍ ډک وساتي، دا وایي: که ستاسې جمنازیوم ته تګ د وزن کمولو لپاره وي نو د شپې لخوا بشپړ خوب مو هم دغه کمی پوره کولای شي.

خوب د غرلین او لیپتین (Ghrelin and Leptin) هرمونونو تنظیمولو لپاره تر ټولو اړین دی، دغه هرمونونه په ادراک یا حس، لوږه او مړښت کنترول ساتلو کې مرسته کوي.

پوهان زیاتوي چې د شپې لخوا خراب، کم او نارامه خوب د ورځې په اوږدو کې زمونږ خوړو ته په اشتها راوستلو کې ۴۵سلنه زیاتوالی راولي چې له کبله یې خلک د ورځې تر ۳۰۰ زیات کالوریز خوري، دا د هغو څیړنو سره سمون خوري چې وایي له اتو ساعتونو کم خوب د انسان وزن زیاتولی شي.

د ډاکټر میډوز په وینا چې د شپې لخوا بشپړ خوب نه یوازې د وزن په کمولو کې مرسته کوي بلکې د دماغو، زړه، حافظې او د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کولو لپاره هم غوره دی.

سربېره پر دې بشپړ خوب د لنډې مودې پرځای د اوږدې مودې لپاره بدن ته ګټه رسوي، نو د وزن کمولو لپاره د جیم پریښودلو څخه مه ویریږئ بلکې د شپې لخوا بشپړ خوب کول پيل کړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د