زلمي خلیلزاد واشنګټن کې د ګډ حکومت له سفیرې سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په واشنګټن کې د ګډ حکومت له سفیرې «رویاء رحماني» سره لیدلی.

زلمي خلیلزاد، په خپل ټویټر ددې لیدنې د انځور تر څنګ لیکلي «په لومړي ځل مې د افغانستان له سفیرې سره ولیدل او د افغان سولې په اړه مې ورسره خبرې وکړې، دا لاره ستونزمنه او پېچلې ده، ددې لپاره چې مخ په وړاندې ولاړ شو ښايي چې په ګډه مزل وکړو».

یاده دې وي چې، زلمی خلیلزاد وروسته تر هغه د ګډ حکومت له سفیرې سره ګوري چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په سر اختلافاتو او په دې اړه د ګډ حکومت د «ملي امنیت شورا سلاکار» څرګندونو د کابل او واشنګټن اړیکې ترینګلې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د