بادغیس؛ بالامرغاب کې طالبانو نیولي عسکر

«حکومت دې هم د طالبانو په څېر ګام پورته کړي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د بادغیس په بالامرغاب کې له طالبانو سره ګرمه جګړه کې بوخت لسګونه عسکر د هغوی ګوتو ته ژوندي ورغلل، چې تېره ورځ يې د خوشي کېدو خبر ورکړل شو.

دغه ۵۸ عسکر چې دولت يې هم د نیول کېدو پخلی کړی و، طالبانو د خپلې رهبرۍ پر امر خوشي کړي او تر کورونو د رسېدلو کرایې يې هم ورکړې دي.

که څه هم طالبانو تر دې وړاندې هم ورته ګڼ ګامونه اخیستي او پر دوی بریدګر عسکر يې بېرته سلامت پرېيښي دي، خو دا چې دا په لوی شمېر عسکر د سولې د روانو هڅو په جریان کې پرېښودل کېږي، خواله رسنیو کې يې له حکومته هم د ورته غبرګون هیلې را پورته کړې دي.

د سولې په هڅو کې فعال شفیع اعظم، پر حکومت غږ کړی چې د شپنیو عملیاتو او بمباریو پر ځای باید ورته ګام پورته کړي: «طالبانو په بالا مرغاب کې د حکومت اسیر شوي سرتیري د سولې او حسن نیت په پار خوشې کړي، له حکومت نه هم هیله کوو چې ړندو بمباریو او شپنیزو چاپو پر ځای ورته بلمثل عمل وکړي.»

د هغه په وینا « د جګړه‌ییز څلوېښت کلن باب پای او نوی کال او سوله‌ییز باب پرانیستل یواځې په دغسې خبرونو ښه ښکاري.»

IMG-20190319-WA0052

طالبان پر نیول شویو عسکرو د کورته رسېدو لپاره کرایه وېشي

د کابل پوهنتون استاد او د سولې د هڅو فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند لیکلي، هغوی چې د سولې پرضد دي، د جګړې له ډاره په زري موټرو کې تګ راتګ کوي.

«د سولې د روان بهیر یوه ستره ګټه دا هم شوه چې طالبانو د ملي اردو اسیر ځوانان با عزته کورونو ته رخصت کړل، هغوی چې د سولې مخالف دي، افغان وژنې ته خوشاله دي، خپله خو زرې کور کې اوسي او زرې موټر کې ګرځي یوه ورځ د جګړې لیکې ته نه لاړل.»

د نصرت الله هیمت په نوم یو بل تن له حکومته هم په پوښتونکي انداز د ورته ګام اخیستو هیله کړې ده: «اوس به په بدل کې حکومت دا جرئت وکړي چې د طالبانو په نوم نیول شوي بندیان ازاد کړي.»

شفیع الله سادات هم ورته هیله لري، هغه پر خپله یوه تبصره کې لیکلي: «دې ته وایي ترحم او افغاني غرور کاش دولت هم نن له باګرام یا له پلچرخي حداقل یو شل بندیان ازاد کړي وای نو به سولې ته گام په گام وړاندې تلو!»

عطاءالله همدرد دولت ته د مشورې په ډول د سولې پروسه کې د ګډون لپاره د طالبانو په څېر د اقدام یادونه کوي: «که دولت داسې کارونه وستایل او باالمثل ځواب يې ورکړ نو د سولې هوډ به یی تحقق ومومي، کنه بیا دې د سولې د پروسې نه همداسې څنګ ته ناست وي او چیغې دې وهي.»

طالبانو د دې نږدې شپېتو تنو عسکرو د خوشي کېدو په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دې ځوانانو ورسره ژمنه کړې چې بیا به د ولس پر ضد جګړې ته لاس نه غځوي.

دوی له همدې پېښې یوه ورځ وروسته «د ورځې خبره» تر سرلیک لاندې تبصره کې پر حکومتي چارواکو غږ کړی چې د عسکرو او «سرتېرو» په نامه دي ځوانان د خپلو هوسونو قرباني نه کوي.

یاده دې وي پلازمېنه کابل کې د څرخي‌پله زندان تر څنګ، د بګرام هوايي اډه کې، کندهار او د هېواد په ګوټ ګوټ کې معلومو او شخصي زندانیانو کې د طالب، طالب سره د اړیکي او همکار په نومونو سلګونه تنه زندانیان دي، چې ډېری وخت د زندانیانو د بد وضعیت امله پرلپسې د نه خوړو اعتصابونه هم شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د