بادغیس؛ بالامرغاب کې طالبانو نیولي عسکر

طالبان: چارواکي دي د «عسکرو » په نامه ځوانان د خپلو هوسونو لپاره نه قرباني کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، د کابل ادارې چارواکي دي له اختلافاتو لاس واخلي، وطن دې د بهرنیانو لپاره نه ټوټه کوي او د عسکر په نوم بې سرنوشته ځوانان دې د خپلو هوسونو لپاره نه قربانوي.
د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې په خپره شوې تبصره کې چې د طالبانو رسمي نظر څرګندوي راغلي «د کابل د لاسپوڅي ادراې مورال بایللي چارواکي هم باید پخپلو ګریوانونو کې سر ښکته کړي، د بهرنیو اشغالګرو لپاره نور دا وطن ټوټه ټوټه نکړي او نه د عسکر په نوم دا بې سرنوشته ځوانان د خپلو هوسونو قرباني کړي. نور دې د هغوی له مجبوریت او جهالت نه غلطه استفاده نه کوي، له دې ناکامه جګړې نور هیڅ نشي ترلاسه کولای پرته له دې چې د کمونیستی رژیم په څیر ځانونه د مرګ کومي ته ورکړي».
د طالبانو په وینا، عسکر د هیواد په هر ګوټ کې ددوی تر بریدونو لاندې درانه تلفات ورکوي او د عسکرو دومره لوړ شمېر تلفات د هغوی له ژوند سره د چارواکو بې پروايي ښيي« د عسکرو دومره بې شمېره تلفاتو ته په کتو سړی اټکل کولای شي چې اشغالګر او د هغوی لاسپوڅي چارواکي چې په کابل کې د قدرت او فساد پرسر پرخپل منځ کې سره ښکر په ښکر دي؛ څومره بې پروا او بې شعوره دي، په ژوند یې د جنګ جګړې په ډګر کې په داسي حال کې پریږدي چې له لوږي او تندي ځانونه تسلیموي او یا تښتي نورو هیوادونو ته له وارخطایی پناه وړي، او په مرګ یې بیا هغسي حالت وي چې یو د بل مړی د هغوی کورنیو ته سپاري».
په پای کې له عسکرو غوښتنه شوې څو د طالبانو د «عمومې عفوې» له فرصت څخه استفاده وکړي او له مقاومت نه لاس واخلي « پکار دا ده چې عسکر نور پخپله پریکړه وکړي چې د اسلامي امارت د عمومي عفوې له زرین فرصت نه په استفادې، له بې ځایه او ناروا مقاومت نه لاس پرسرشي، دومره احساس په ځان کې پیدا کړي چې آخر ولي، د څه او د چا لپاره دومره ځانونه ووژني؟ او خپل مرګ او ژوند دواړه دومره په ذلت کې کړي چې، انسانیت ورباندي د شرم او درد احساس کوي».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د