افغانستان

اسدالله خالد او مسعود اندرابي ته د عطا نور تازه خبرداری

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو ته تازه خبرداری ورکړی دی.

هغه تېره شپه پر خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه د نوي کال په مناسبت خپره کړې ويډيو کې ویلي، دې دواړو وزیرانو ورسره یوه هوکړه کړې او که عملي نه‌شي نو اقدامات به وکړي.

د ارګ او نور تر منځ وروسته له هغه بیا ناندرۍ ژبغړاندې شوې چې څو ورځې وړاندې دې ولایت ته نوی امنیه قومندان معرفي شو او عطامحمد نور، يې مخالفت وکړ.

عطامحمد نور ويلي، چې د بلخ له نوي معرفي شوي قومندان سره کومه ستونزه نه لري او نه هم «هغه بېچاره» پېژني؛ خو په وینا يې ارګ له ده سره کړې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت له درې ساعته جګړې وروسته وتوانید چې خپل نوی قومندان د قومندانۍ تر چوکۍ ورسوي، چې سمدستې ورپسې د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران اسدالله خالد او مسعود اندرابي هم د عطامحمد نور حضور ته ورغلل.

نور وايي، دوی ورسره هوکړه کړې او هیله لري چې دا هوکړه ژر عملي شي، نوموړي يې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار يې کړی چې که عملي نه شي نو له دوی سره ډېرې لارې شته چې کار ترې واخلي.

هغه خپلې خبرې پر دې خبرداري پای ته رسولي چې جګړه دوی نه غواړي خو که پرې وتپل شي، ارام نه‌شي کېنستلی.

عطامحمد نور د سولې پروسې ته هم خوښې ښوودلې او هیله يې ښکاره کړې چې ژر به نتېجې ته ورسېږي، خو ضمناً يې یاده کړې، چې «ځينې» هڅه کوي چې دا پروسه سبوتاژ کړي، خو په وینا يې هڅې يې ځای نه نیسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقاهرمخلص

ته یی په داغه شکنه پوری کوه چی خوند یی څنګه دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close