د قزاقستان ولسمشر له درې لسیزې واک وروسته استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف له هغه راهیسې د دې هېواد واکمن و، چې له پخواني شوروي اتحاده يې هېواد بېل شو.

نظربایوف چې کله واک ته ورسید ۴۹ کلن و، او اوس چې دنده پرېږدي عمر يې ۷۸ کلونو ته رسېدلی دی.

هغه پخپله تلویزوني وینا کې وویل، چې پر دې ویاړي چې د دې هېواد لومړنی مشر پاتې شوی دی.

د نظربایوف پر ځای به نن چهارشنبه قاسم جمرت توکایفو د سرپرست ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خو د راتلونکې لپاره په را روان میلادي کال کې د ولسمشریزو ټاکنو اټکل شوی دی.

نظربایوف به لا هم د امنیت شورا له لارې چې ده ته د نږدې کسانو په لاس کې دی، غیر مستقیم حکومتي چارو کې د مداخلې توان ولري.

هغه د شوروي اتحاد پر مهال د کمونیست ګوند سکتر هم پاتې شوی دی، درې لوڼې لري او یو واده يې کړی دی.

شوروي اتحاد په افغانستان کې له خونړۍ ماتې وروسته پر گڼو ټوټو ووېشل شو او د روسيې جمهوریت ترې جوړ شو، چې قزاقستان هم ترې په ۱۹۹۱ز کال د بېل هېواد په توګه اعلان وکړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د