راشد خان د یونیسف لخوا د افغانستان سفیر ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونیسف (UNICEF) د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه ځوان لوبغاړی راشد خان د ماشومانو لپاره په افغانستان کې د ښه نیت سفیر ټاکلی دی.

د یونیسف ادارې په خپله ټویټر پاڼه خبر خپور کړی چې راشد خان به په افغانستان کې د ماشومانو حقونو پرمختګ، د نجونو زده کړې، د خوراځواکۍ او ګوزڼ ناروغیو له منځه وړلو او د واکسین پوښښ کچې زیاتولو په برخه کې له یونیسف ادارې سره همکاري کوي.

دوی زیاتوي چې خوشاله دي چې راشد خان یې د افغانستان د ملي سفیر په توګه ټاکلی دی، له بله پلوه راشد خان هم دا د ځان لپاره ویاړ بللی او زیاته کړې یې ده چې تل یې هیله وه د ماشومانو د ژوند په ښه کولو کې برخه ولري.

۲۰ کلن راشد خان چې ټول کال د ملي لوبډلې سربېره په بهرني لیګونو کې لوبیږي د سترو بریاو سربېره د افغانستان مثبت پیغام نړۍ ته رسوي.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې شتون سربېره ړندو بمباریو او بې خرته جنګونو کوچنیان له زده کړو بې برخې کړي او په بېلا بېلو ناروغیو یې اخته کړي دي، د یونیسف د شمېرې له مخې اوس هم په هېواد کې له ۶ سوه زرو زیات ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي په جدي خوارځواکۍ اخته دي.

د بي بي سي د راپور سره سم راشد خان له تېرو دوو کلونو راهیسې د ماشومانو اړوند ستونزو او په ځانګړي ډول د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو په برخه کې له یونیسف سره مرسته کوي.

همدا ډول راشد خان تېر کال په افغانستان کې د خیریه بنسټ په نوم یوه ټولنه جوړه کړه چې له کبله یې افغان ماشومانو ته د پالنې، زده کړې روغتیایي برخه، د پاکو اوبو رسولو او نورو بشري برخو کې مرسته کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د