هلمند؛ د طالبانو په زندان هوايي بريد کې لسګونه زندانيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو په يو زندان هوايي بريد کې لسګونه زندانيان وژل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې نن غرمه مهال د سنګين ولسوالۍ په شرافت بازار سيمه کې هغه زندان بمبار شوی چې پکې ګڼ دولتي عسکر او جنايي بنديان ساتل شوي وو.

که څه هم نوموړي د تلفاتو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې خو زياته کړې يې ده چې په دې هوايي بريدونو کې لسګونه زندانيان وژل شوي دي او د زندان ډېره برخه نړېدلی ده.

احمدي زياته کړې چې په دې زندان کې د دولتي عسکرو سربېره ګڼ شمير جنايي بنديان هم ساتل کېدل چې د نشه يي توکو د استعمال او پلور، غلاوو او نورو جرمونو نيول شوي وو.

هغه په دې پيښه کې د درې طالبانو د وژل کیدو خبر هم ورکړ چې د ياد زندان ساتونکي وو.

د يادونې وړ ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې هم په هلمند ولايت کې الوتکو د طالبانو زندان بمبار کړی و او تر شلو ډېر عسکر يې وژلي وو.

بايد وويل شي چې طالبان دولتي زندانيان تر ډېره له ځان سره نه ساتي او يواځې په دولتي ادارو کې د کار نه کولو او د طالبانو په خلاف د نه جنګېدو له تضمين وروسته يې خوشې کوي.

تيره ورځ ناوخته هم طالبانو هغه ۵۸ عسکر خوشې کړل چې څو ورځې وړاندې يې د بادغيس ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې نيولي وو.

طالبانو تيره شپه ويلي وو چې ياد عسکر يې دندو ته د بېرته نه ورګرځېدو په تضمين ورکولو خوشې کړي دي.

د هلمند دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د