د حمدالله محب د دندې په اړه ضد نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله د متحده ایالاتو له لوري له حمدالله محب سره د اړیکو د پرېکېدو خبر ورکړ، د هغه د دندې په اړه هم ضد او نقیض راپورونه خپاره شول.

سلام وطندار د ارګ د یوې سرچینې په حواله لیکي، چې لا هم د هغه پر ځای د بل کس پر ګمارنې هوکړه نه ده شوې خو یو څو تنه په پام کې نیول شوي دي.

دغه سرچینه زیاتوي ارګ هوډ لري چې له امریکا سره د اړیکو ساتنې په خاطر حمدالله محب له دندې لرې او پر ځای يې، یا د سولې عالي شورا د دارالانشا‌ء رییس عمر دوادزی، ډاکټر فضل فضلي یا هم د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی وګمارل شي.

له دې راپورونو څو ساعته وروسته، د امنیت شورا ویاند طارق ارین لنډ ټویټ وکړ:« د استعفا خبر سم نه دی!»

د طارق ارین مرستیال بیا ازادي راډیو ته ويلي، هغه لا هم استعفا ورکړې نه ده او په وینا يې «فیسبوکي اوازې دي.»

حمدالله محب امریکا ته د سفر پر مهال د سولې پر روانه پروسه او خصوصاً زلمي خلیلزاد نیوکه وکړه، هغه پر شخصي ګټې پاللو تورن کړ، خو امریکا د هغه سپکاوی د بهرنیو چارو وزارت سپکاوی وباله او محب يې احضار کړ.

د حمدالله محب د څرګندونو په اړه اجراییه رییس او د اشرف غني مرستیال څرګندونې کړې، خو پخپله غني لا هم چوپه خوله دی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

حمد الله محب چي په امريکا کي هر څه ويلي دي، خو اشرف غني هلته د دغو خبرو کولو لپاره لېږلی او دغه خبري يې د هغه په امر او هدايت کړي دي. نو څنګه چي په دې هکله اشرف غني محب ته د دغو خبروکولو امر کړی دی، بايد اشرف غني د دغو حبرو ګرم وبلل سي، نه محب . د امريکې د «سيا» له غړيتوب، هلته له تلو راتلو او د امريکايي مېرمني څخه خو بې چاره د امريکايانو له خوا بې برخي سو. او که يې دلته غني د ده په پلوي او احترام د دغو خبرو… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

کوچنی کُتری ئی وروزی لوی خَډَل ئی ځنی جوړ کړ بيرته ئی چغه کړ، سربيره پر دی چی پښی ئی هم ور وڅټلی او لکی ئی هم ډيره ورته وښوروله .
کوچنی کُتری نه و پوه چی خاوند ئی ډير ظالم دی .

مجاهد
میلمه
مجاهد

دا هم خیر چه ایجړا او غلام محب د غلامی اداری څخه یو ډول دفاع هغه خبری په خپله او یا د غلام او ایجړا غنی به خوښه او دستور کړی دی خو غلامانو سره نه ښایی چه د بادارانو د باداری په ضد داسی بی ځایه جرات وکړی . مګر باداران یی هم دومره خره باداران دی چه په دی کړنه یی نړیوالو ته خپله باداری او په افغانستان بوره تسلط په ډاګه کړو. لمړی : یو هیواد که د بل هیواد په کومه وینا او یا کومه کړنه خوابدی شوی او ګیله من شی د هغه هیواد سفیر… نور لوستل »