افغانستان

«د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ۸۵زره ډالر فساد کړی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوسنی مرستیال اورنګ‌زیب چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د دې کمیسیون د دارالانشاء رییس و، د ۸۵زر ډالرو پر تالا ترغه کېدو تورن دی.

هشت‌صبح، ورځپاڼې هغه اسناد خپاره کړي چې د ښاغلي اورنګ زیب په لاسلیک د ټاکنیزو کارکوونکو د سفرونو په پلمه د الوتکو ۴۱۵ قطعې جعلي ټکټونه ایستل شوي دي.

د سرچینې په وینا نوموړي د نورو همکارانو په ملتيا دغه ټکټونه د «اریانا، ساپي، کام ایر، افغان جټ او افق شرق» هوايي شرکتونو په رسمي لوګوګانو ایستلي، خو وروسته له څېړنو ثابته شوې چې ټول ټکټونه جعلي دي او پر همدې ټکټونو اخیستل شوې پیسې شخصي جېبونو ته تللې دي.

سرچینه زیاتوي دا پیسې د «Elect_2» پروژې له لارې ایستل شوې چې حکومت ورکړې دي او پخپله اورنګ زیب هم د دې فساد پخلی کوي.

هغه یادې ورځپاڼې ته ويلي، د ټکټونو سم او ناسم په ده پورې اړه نه درلوده، نوموړي یوازې لاسلیکونه کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو تن نوماند ګلبدین حکمتیار هم پر نویو معرفي شويو کمېنشرانو نیوکه کړې او په وینا يې داسې څوک هم د ټاکنو کمیسیون غړي شوي دي چې د نوماندانو له لوري يې هیڅ رایه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

په غلامه اداره کی فساد د هغوی تقوی ده کرزی او غنی تر ټولو لوی مفسدین او مجرمین دی ، هغه چه ګلبدین څه ویلی ګلبدین ته د کابل قصاب وایی قصابی تر فساد ډیره لوړه ده ، د دغه کس فساد د غلامی اداری د چاپیریال ( طویلی ) له مخی قابل د منلو او ستایلو دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x