
لوګر؛ د اشرف غني په کلي کې ملي اردو له ښوونځي پوسته جوړه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې د ملي اردو عسکرو د اشرف غني په پلرني کلي کې یو ښوونځی پر پوسته بدل کړی دی.
پژواک خبري اژانس د ځايي اوسېدونکو په قول وايي، چې ملي اردو د محمد اغې په سرخاب کلي کې یو ښوونځی په داسې حال کې په پوسته بدل کړی چې نوي تعلیمي کال ته یو څو ورځې پاتې دي.
د دې سیمې قومي مخور نجیب الله سرچینې ته ویلي چې وړاندې تر دې يې هم شکایتونه کړي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.
دا لومړی ښوونځی نه دی چې د ټوپکو شپېلۍ پکې د ولس پر لوري نیول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په ګڼو سیمو کې ښوونځي د پولیسو، اردو و اربکیانو په نظامي مرکزونو بدل شوي دي.
تصویر کې هم د غزني ولایت مرکز کې شمال لوېدیځه څنډه کې د ښځینه او نارینه زده کوونکو د وليعصر په نوم لېسه ښکارېږي، چې پر بام يې امنیتي پوسته جوړه شوې ده.
د دې لېسې مسؤلینو ویلي، پرلپسې يې د پوهنې ریاست، ملي امنیت او امنیه قومندانۍ مسؤلینو ته شکایتونه کړي دي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.
د دې لېسې د ښځینه برخې مدیرې ویلي، نجونې زده کوونکې يې په درسي ساعتونو کې تفریح نه کوي او دا چې عسکر د بام پر سر تاوېږي، له همدې امله يې زده کوونکې حتی له تشنابونو هم استفاده نه کوي.
د دی ځايه به پر طالبانو انداخت کوی که طالبان حمله پر وکړی يوناما او بی شرفه غنی به پخپل جتئی او مردار ږغ سره ناری کړی چی طالبانو مکتب وران کړ .
د غلام غنی بل نوم ((( ملی ))) دی ملی پولیس ، ملی اردو ، ملی امنیت او داسی نور اصلا داسی معنی لری چه د غنی اردو ، د غنی بولیس او د غنی امنیتی فوځونه او داسی نور . د اشغالګرو ( سرمایداری هیوادو ) د یو مطلوب هیواد له اشغال وروسته لمړی کار دا دی چه خلک اکثریت خلک تر اخری کچی غزبب او بی سواده کړی او د ګوتو به شمار غلامان میلونر او بیلونر جوړ کړی چه په واسطه یی له مظلوم اولس جبرا په کمو معاشو اردو ، بولیس او ملیشی اتسخداموی او مظلوم… نور لوستل »