په تشناب کې مبایل چارجولو یوه انجلۍ ناڅاپي مړه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۷ل): د روسیې هېواد یوه ۱۴ کلنه زده کونکې په حیرانونکي ډول په تشناب کې د مبایل چارجولو پرمهال په سمدستي ډول مړه شوې ده.

راپورونه وایي ۱۴ کلنه انجلۍ «یولیا ویسوتسکایا» چې د شیبوکساري سیمې اوسیدونکې وه په حمام یا تشناب کې مبایل چارجوه چې مبایل یې د حمام ټب کې غورځېدلی او د شاټ له کبله دغه انجلۍ مړه شوې ده.

د انجلۍ پلار که څه هم امبولانس راغوښتی و خو روغتون ته له وړلو مخکې دغې انجلۍ ساه ورکړې وه.

که څه هم په تکراري ډول ویل کیږي چې د چارجولو پرمهال باید د مبایل له استعمال څخه په ځانګړي ډول په تشناب کې ډډه وشي، خو ددې سربېره هم دا په تېره نږدې کې دریمه پېښه ده چې په تشناب کې د مبایل چارجولو پرمهال انسان له مرګ سره مخ کیږي.

د تېر کال په دیسمبر میاشت کې یوه ۱۵ کلنه انجلۍ چې خپل ایفون مبایل یې په تشناب کې د چارج پرمهال کاروه د شاټ ورکولو له کبله مړه شوه.

له دې وړاندې یوه ۱۲ کلنه انجلۍ هم د همدغې لارې مړه شوې ده، دغې انجلۍ مبایل پر چارج ایښی او په غوږۍ یې موسیقي اوريده، مور یې اشپزخانه کې پر خوړو تیارولو بوخته وه، خو له څه ځنډ چوپتیا وروسته یې مور خپله ځوانه لور په تشناب کې مړه وموندله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د