باګرام زندان کې د يو بندي په مړينه د طالبانو غبرګون

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د باګرام په زندان کې د هغه ناروغ زنداني طالب په مړينه غبرګون ښودلی چې د زندان د مسؤلينو د نه پاملرنې له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د زندانيانو د چارو کميسيون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عبدالحکيم په نامه د پروان ولايت د شينوارو ولسوالۍ اوسېدنکی په زندان کې له څه مودې راهيسې ناروغ و چې د زندان د مسؤلينو د نه پاملرنې له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبر پاڼه زياتوي چې ياد زنداني د تداوۍ وړ ناروغي درلودله خو چارواکو يې روغتيااو تداوۍ ته پاملرنه نه ده کړي او له ډېرې مودې راهيسې په زندان کې له بد حالت سره مخ و.

طالبانو په نړيوالو بشري او روغتيايي ټولنو غږ کړی دی چې د افغانستان په زندانونو کې د دا ډول بشر ضد کړنو مخنيوی وکړي او په دې برخه کې خپل انساني او اسلامي مسؤليت اداء کړي او د زندانيانو روغتيا ته پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ دی چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په زندانونو کې طالب زندانيان د شکنجو او ناروغيو له امله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې سلګونه افغان عسکر نيولي وو چې ۵۸ تنه يې تيره ورځ خوشې کړل.

تر اوسه دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

طالبان خو خپلواک دی ، پوهیږی چه هغه غریب او بی سواده عسکرو د غریبی او بی سوادی له امله استفاده کیږی هماغه غریب او بیسواده عسکر د مظلوم اولس او مجاهدینو جنګ ته لیږی ، که دغه عسکر غریب او نابوهه نه وی دا کار یی نه کولو ، خو کله چه یی طالبان جنګ کی ژوندی ونیسی حقایق ورته تر دیری کچی په ډاګه شی ژمنه وکړی چه جهاد به کوی او لا به د جهاد مقابله کی نه دریږی نو طالبان یی هم خپل ورونه ګڼی او حتی د کور د تللو کرایه ورکوی برخلاف د کابل… نور لوستل »