سبا کابل کې د لس اوريزو سيالۍ کيږي

نن ټکی اسيا: (چهارشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ وړمه ورځ اعلان کړی و چې په کابل کې به د ۱۳۹۸لمريز کال په لومړۍ ورځ د ملي لوبغاړو ترمنځ د نوروز لس اوريزو سيالۍ ترسره کړي.

دغه سيالۍ چې د افغانستان ريډ او ان پي ای افغانستان بلو لوبډلو ترمنځ ده، سبا سهار په لس بجې د احمد شا بابا مينې سيد جمالدين ښارګوټي په ايوبي لوبغالي کې ترسره کيږي.

د افغانستان ريډ لوبډلې مشري به حضرت الله ځاځی کوي چې د ۱۳ کسيزې لوبډلې نوملړ يې په لاندې ډول دی:

حضرت ځاځی «لوبډلمشر»، رحمان ګربز، درويش رسولي، شرف الدين اشرف، کريم جنت، نجيب ترکی، کريم جنت، افتاب عالم، وقار سلامخيل، وفادار مومند، حمزه هوتک، نوين الحق او محمد الله شامل دي.

د افغانستان بلو لوبډلې مشري به ګلبدين نائب کوي چې د ۱۳ کسيزې لوبډلې نوملړ يې په لاندې ډول دی:

ګلبدين نائب «لوبډلمشر»، عثمان غني، جاويد احمدي، رحمت شاه، محمد نبي، سميع شينواری، شفيق الله شفق، افسر ځاځی، قيس احمد، ظاهر خان، نواز خان، سيد شيرزاد او يمين احمدزی شامل دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی و چې د کال لومړۍ ورځې په موخه د هېوادوالو د خوښۍ لپاره ياده سيالۍ ترسره کوي. دغه لوبه به له اريانا نيوز تلويزون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سمون اعظم خېل
میلمه
سمون اعظم خېل

دا کریم جنت لکه چې ډیر درباندې کران ده دوه وار مو نوم ذکر کړی