د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې يو ځل بيا وځنډېدې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون په دوهم ځل د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکړ.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د راتلونکي لمريز کال د حمل د مياشتې په ۲۱ مه نېټه ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي خو بيا دا نيټه تغير شوه او د ټاکنو کميسيون ويلي وو چې ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکي کال په سرطان مياشت کې ترسره شي.

تازه د ټاکنو خپلواک کميسون د ولسمشريزو ټاکنو د بيا ځنډېدو خبر ورکړی دی او ويلي يې دي چې ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکي لمريز کال د تلې يا ميزان په شپږمه نېټه ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشرې حوا علم نورستاني نن د ټاکنو د ځنډېدو د اعلان پر مهال وويل چې ټاکنې يې ځکه ځنډولې دي چې په دې پروسه کې شفافيت رامنځته شي او له نوم ليکنې پاتې رايه ورکوونکي نوم ليکنه وکړي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو له پروسې څخه چې د ګڼ شمير درغليو او فسادونو راپورونه ورکړل شول؛ حکومت د ټاکنو کميسيون ټول غړي له دندو لرې کړل او په ځای يې نوي وګمارل.

ټاکل شوې ده د افغانستان له ولسمشريزو ټاکنو سره يو ځای د ولايتي شورا ګانو او د غزني ولايت پارلماني ټاکنې هم ترسره شي.

بل لور ته د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو له طالبانو سره د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه يوې موافقې ته ورسيږي.

وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې ښايي له طالبانو سره د امريکا د مذاکراتو په ترڅ کې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې لغوه شي او يا هم په افغانستان کې موقت حکومت رامنځته شي خو په دې اړه تراوسه کومه قطعي پريکړه نه ده شوې.

تر اوسه هم داسې باورونه نشته چې د ولسمشريزو ټاکنو په تازه ټاکل شوې نېټه به ټاکنې ترسره شي او که بيا به د کوم ځنډ او خنډ ښکار شي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښی چاری.
طالیبانو د لغمان روغتیایی مرکزونه بند کړی.بل له کوم دلیل څخه په ناحقه.
طالیب مشرانو څخه هیله کوو ،چه د لغمان روغتیایی مرکزونو د خلاصون په باره کی له ولس سره کمک وکړی،
په بمونو،په طیارو ،په ځانمرګیو ،قتل کیږو.اوس لکه چه په دا ساړه کی په زکام مرضو هم مړه کیږو.هی هی هی د هر چا د خندا شولو.

جميل
میلمه
جميل

دا که دوی غوليدلی خطاباسی هغوی خو هسی هم غوليدلی دی او که دوی غواړی چی هوښياران خطاباسی نو دوی پخپله غوليدلی دی .
دا د امريکا مشاورين ، سی آی ای او د امريکا د پيسو مصرف د څه لپاره دی چی مزدور دی د انتخاباتو د ځنډ پريکړه وکړی .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اشغال شوی او مستعمره هیواد کی ټاکنی په دغه هیواد باندی دوباره توهین دی او هغه غلامانو کاندیدانو د ځان د مړولو او د اشغالګرو په واسطه د مقامو ترلاسه کولو د باره بهانه جوړه کړی ، سږنی اشغلګر لکه د پرونو په شان څو ټیمونه لری چه هر یو یی اطاعت وکړی کله یوه تیم او بل ورته کمین کی کینوی او بل ځل هغه بل ټیم ته واک ورکوی ، میدیا یی په لاس کی وی ځانو ته ملی او رښتونی او نورو ته مجرمین، بیکاره او ناکاره وایی

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د یوې پېړۍ را پدېخوا د نېکمرغی او سوکالۍ قاصد ځنډېدلی دی او موږ ئې په انتظار کېنولی یو نو د وولسمشرۍ د ټاکنو ځنډ او نه ځنډ خو اصلاً کومه عجیبه او حیرانوونکې خبره نده.