سږ کال حکومت له طالبانو مخکې د نظامي عملياتو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې سږ کال په پسرلي کې د نورو کلونو په نسبت تغير ښکاريږي او د جنګ د موسم په ځای د سولې خبرې روانې دي، خلک هم په افغانستان کې له ښکېلو لوريو د سولې په اړه هيلې لري؛ حکومت تازه د پسرلنيو پوځي عملياتو اعلان وکړ.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د نوي لمريز کال له پيل څخه به په ټول افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د (خالد) په نامه عمليات شروع کیږي او امنيتي ځواکونه به خپل تعارضي بريدونو تيزوي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي وايي چې په افغانستان کې به د نوروز په مناسبت هم امنيتي اقدامات ترسره کړي او د خلکو امنيت به وساتي.

نوموړي وويل چې په ۱۳۹۷ لمريز کال کې په ټول افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د ګډو او ځانګړو ځواکونو ټول ۶۲۷۰ بريدونه شوي دي او په راتلونکې کال کې به دا لړۍ نوره هم تيزه شي.

د يادونې وړ ده چې طالبان هر کال په پسرلي کې په افغانستان کې د بهرنيو او داخلي عسکرو په وړاندې په يو ځانګړي نامه عمليات پيلوي چې د کال تر پايه دوام کوي، خو دا ځل چې د جنګ د موسم د رارسېدو سره د سولې خبرې تودې شوي دي طالبانو تر اوسه د پسرلنيو عملياتو نوم او پيل نه دی اعلان کړی.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې حکومتي ځواکونه که څه هم له طالبانو سره په جګړه بوخت وو خو ځانګړي پسرلني عمليات يې نه اعلانول.

حکومت په داسې حال کې خپل پسرلني عمليات اعلانوي چې روان ۱۳۹۷ لمريز کال کې تر بل هر وخت د ګډو ځواکونو په چاپو او عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښی چاری.
هر څوک چه د نظامی عملیاتو اعلان کوی. غول خوری،
ولی د لوږی،تندی،په ضد عملیات نه کوی؟
هر څوک چه وسله له ځان سره ګرځوی.هغه به یوه روځ قتل کوی،

پتنګ
میلمه
پتنګ

بخښنه غواړم په ډنګر خره به چې بار زور شه نو اول به یې تیزونه اچول او بیا به چې چیرې پوست ریګ په نظر ورغی ډډ به پکښې څملاست او هر څومره به مو چې د هغه له لکۍ او اورمیږه څخه ونیو چې پورته یې کړو نه به پورته کیده ! نو اوس انډیوالانو په فاسد دولت زور راغلی د پټو پرړو ځای غواړي چې هسې له ملته ځان پټ کړي خو په حقیقت کې لکه کوټکی تیزونه اچوي !! د ا شر میدلي نور هم ځانونه شرموي لکه سیاسي مشاور یې محب جان حمدالله !!

جميل
میلمه
جميل

طالبانو کرامو هم مخکی د الله(ج) د توری د خالد ابن الوليد(رض) عمليات اعلان کړی وه .
د دی شړيدلی بګيل خالد عمليات به هم د غوندی شړيدلی وی او بګيله اردو به يی يا وژل کيږی ، يا تسليميږی او يابه هم تښتی .
ځنی وايی کله چی طالبان پر هيواد حاکم شول دا بی ايمانه ، بی همته او خاينه اردو دی هم وساتی .

مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل د غلامی اداری خیر په شر ( جنګو ) کی خوندی دی د اشغالګرو به اوږو سباره دی هیواد کی بیلونران شول، د دوی بیلونر کیدل یا د ډالرو بهیر د جنګ په اوږدوالی کی دی . دا چه اوس د جنګ دواړه اړخونه ( طالب مجاهدین او امریکایان ) د جنګ بس کول غواړی روغی جوړی خبری یی تیزی او جدی کړی د کابل غلامان یی د دی امله هم ناخبره پریښی چه د روغی جوړی خبری سبوتاژ نه کړی ، نو د کابل غلامانو ته څه نظامی لوازمات چه ورسره دی له هغوی کار اخلی یعنی… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ددې ګوډاګيان څخه د افغانانو او د هغو د بادارانو دواړو بد راغلي دي او سخت يوازي او منفور سوي دي. اوس چي دوی هر څه وايي وايي دې، خو دا کال ان شاء الله د دوی د کمبلي د ټولېدو کال دی.

Ronagul Aryobsei
میلمه
Ronagul Aryobsei

دوستم چې ګیلمونه ټولول د ګیلم جم په نوم مشهور شو او څوک چې کمپلې ټولوې، څتمأ به ځانته د کمپل جم نوم ګټي.

بسم الله
میلمه
بسم الله

تر اولاد لرلو د مخه د مور لرلو ضرورت دی، تر لوږی د مخه خپلواکی اړینه ده د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو وحشی او کفری عملیاتو که د ناولتیاوو د خوراک نوم ورکړی هم پری کمه ده مګر دمجاهدینو دفاعی او جهادی عملیاتو ته توهین د هماغه کفارو دغلامانو کړنه ده زمونږ خلک مجبور دی چه د خپلی خاوری، خلکو او خبلواکی او ناموس دفاع وکړی