زلمی خلیلزاد، د جګړې د پای اړوند د چین، روسیې او اروپايي اتحادیې له استازو سره ګوري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱حمل، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په دې برخه کې د روانو هڅو په لړ کې د چین، روسیې او اروپايي اتحادیې له استازو سره غږېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «زلمی خلیلزاد به د روانې مارچ میاشتې په ۲۱ او ۲۲ نېته د روسي ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د اروپايي اتحادیې د استازي رولاند کوبیا او د چین هیواد د ځانګړي استازي ډینګ شجون کوربه وي».

د اعلامیې په اساس، د خبرو موضوع به افغان سوله، له دې پروسې څخه د نړیوال ملاتړراجلبولو هڅه او په دې برخه کې د شوو پرمختګونو شریکول وي.

یاده دې وي چې، زلمی خلیلزاد داسې مهال له یادو استازو سره ګوري چې، څه موده وړاندې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي «ضمیرکابلوف» هیله څرګنده کړې وه چې امریکا به یې له طالبانو سره د روانو مذاکراتو له پرمختګونو خبر کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمدرحیم
میلمه
احمدرحیم

الله دی خیر کړی دا سوله راته څه بل شانی لوبه ښکاری ! داسی خو به نه وی چه ذکر شوی هیوادونه لکه د ښکار شوی حیوان چه غوښی خپلو کی ویشی الله مه کړه داسی کومه لوبه راته په کی مرموزه ښکاری. ربه دشرمښانو له دی توطئی مو وساته.

ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

کور کلی زما واک یي د بر کلی خان وا
سومره کمزوری یو موژ
والله شرمیګم چی ووایم موژ پنځه زره کلن تاریخ لرو

مجاهد
میلمه
مجاهد

احمد رحیم صاحب ستاسی اندیښنه هم سمه او هم ناسمه ده: سمه یی دا چه: هو، اوسنی نړیوال استعمار کی د نړی متعدد پرونی استعماری قدرتونه مدغم شوی ځکه خو به ګټه د یوه نړیوال حکومت جوړونی د پاره یی د تروریزم د جنګ په رامنځته کولو همغږی او هم سنګری شوی د پخوا خلاف اوس د استعماری ګټی سره ویشی یا یو بل ته کریدت ورکوی نو د خلیلزاد لیدنه کتنه د روس او چین سره ( چه تر یوی کچی استعماری قدرتونه دی ) شاید ستاسی د خبری له مخی وی چه د افغانستان په ویشلو کی هغوی… نور لوستل »