اشرف اغني د ښځو په یوه غونډه کې

بشري حقونه: هره ورځ له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ۱۲ ډېرې پېښې ثبت شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي په تېر لمریز کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې هره ورځ تر ۱۲ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د دې کمیسیون د ښځو د برخې مشرې لطیفې سلطاني ویلي، په یو کال کې کوم بدولون نه دی راغلی او د تېر کال دا پېښې د وړم کال په پرتله یوازې دومره توپیر لري، چې شپږ پېښې کمې ثبت شوې دي.

هغې وویل، تېر ۱۳۹۷لمریز کال کې ټولې ورسره ۴۳۲۹ پېښې ثبت شوې دي، چې ۲۱۸ يې د جنسي تاوتریخوالي، ۱۳۸۲ فزيکي او پاتې نورې يې د ناوړه دودونو او رواني او لفظي تاوتریخوالي پېښې دي.

د بشري حقونو کمیسیون د معلوماتو له مخې له دوی سره یوازې ۶۷۸ اقتصادي پېښې دي، په داسې حال کې چې د ګډ حکومت مشر او مېرمن يې د «پروموټ» پروژې له لارې د ښځو په اقتصادي برخه کې د پرمختګ شعارونه پرلپسې تکراروي.

تر دې وړاندې د ښځو د ورځې په مناسبت غونډه کې سترې محکمې هم په تېرو څلورو کلونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د زرګونو قضیو د څېړلو خبر ورکړ.

د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان د «ښځو نړۍوالې ورځې» په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، له ۱۳۹۴ل کال راهیسې يې ۷۲۴۶ داسې قضيې څېړلې چې له ښځو سره زور زیاتی پکې شوی دی.

هغه وویل په دې ټولو قضیو کې ډېره برخه يې چې ۹۲۰ قضيې جوړوي یوازې د جنسي تېریو دي، ۱۱۳ نورې د ځان وژنې د هڅې، ۷۲۰ د وهلو ټکولو او ۳۲۰ د وژنو دي.

ایمان وړاندې زیاته کړه د دې تر څنګ ۱۵۴ قضيې د ځورونې، ۸۷ د وهلو او ټپی کېدو او ۴۱ یوازې د ټپي کېدو قضيې دي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د ښځو د حقونو په نوم فعالان د سولې اړوند تبصرو کې د ښځو د «حقونو» په برخه کې د «لاسته راوړنو» د ساتنې ټینګار هم کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د