ارشیف؛ فاریاب کې طالبانو نیولي عسکر

طالبان: د حکومت عملیات عسکرو ته د کاذبي روحيې هڅه ده

نن ټکی اسی (پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي حکومت چې د کومو پوځي عملیاتو اعلان کړی، یوازې غواړي خپلو عسکرو ته د کاذبي روحيې ورکولو یوه هڅه وکړي.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وویل، دوی د «خالد» په نوم عملیات پیلوي، چې په وینا يې «لاسته راوړنې» به هم ولري.

حکومت دوه کاله وړاندې «۱۳۹۶ل» کال کې هم تر شفق عملیاتو وروسته د خالد په نوم عملیات وکړل، خو د دوی د هېلو برابر پایله يې نه درلوده.

طالبانو د حکومت د تازه اعلان په غبرګون کې ویلي، حکومت یوازې هڅه کړې چې خپلو عسکرو ته یوه کاذبه روحیه ورکړي، چې یوازې نمایشي هڅه ده او کوم پرمختګ به ونه لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د اسلامي امارت مجاهدینو د دښمن په لسګونو ډول ډول نومونو عملیات او لویې ستراتيژۍ بې اثره کړې دي.»

دا په داسې حال کې دی چې هیله کېده، دواړه اړخونه به د عملیاتو د اعلانولو پر ځای د سوله‌ییز اقداماتو هڅې وکړي.

پر حکومت پرلپسې تور دی چې د سولې پر وړاندې خنډ دی او غواړي حاکمه ډلګۍ په یو نه یو ډول خپل واک وغځوي.

طالبان، چې معمولاً خپل پوځي عملیات د وري د میاشتې په وروستیو او د غويي میاشتې په لومړيو کې اعلانوي، لا يې هم د نوم په اړه کومې څرګندونې نه دي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د