اشرف غني تر «سره کرښه» تېر او د ټاکنو د بیا ځنډ بیا هرکلی کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱وري، ۱۳۹۸ل): اشرف غني وايي د ټاکنو کمیسیون له لوري د ولسمشریزو ټاکنو د یو ځل بیا ځنډېدو بیا هرکلی کوي.

هغه څو شېبې وړاندې مزارشریف کې د نوي کال په مناسبت غونډې ته وویل، د ټاکنو بل ځل ځنډ بیا «ورته د منلو نه دی.»

د ارګ ویاند هارون چخانسوري هم وايي د ولسمشریزو ټاکنو د بیا ځنډ بیا هرکلی کوي او «ټاکنو کمیسیون د پرېکړې درناوی کوي.»

د ټاکنو کمیسیون تېره ورځ وویل، چې ولسمشریزې ټاکنې به د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي، د ارګ ویاند هارون چخانسوري پر ټویټر پاڼه لیکلي، دوی د دې پرېکړې یو ځل بیا هرکلی کوي.

تر دې وړاندې د ټاکنو کمیسیون د مهال‌وېش په وسیله اعلان وکړ چې د روانې «وري میاشتې» په وروستۍ ورځ به ټاکنې ترسره شي، خو د تېر ژمي په لومړۍ میاشت کې يې اعلان وکړ، چې د روان ۱۳۹۸ل کال د چنګاښ په وروستیو کې به ترسره شي، خو تازه وايي چې په تله میاشت کې يې د ترسره کېدو هوډ لري.

ارګ تر دې وړاندې د وري میاشتې وروستۍ ورځ او له هغه وروسته د چنګاښ وروستۍ نېټه «سره کرښه» یاده کړه او اشرف غني ټینګار وکړ، چې بدلون به ونه کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ په دویمي اعلان هم هارون چخانسوري هرکلی وکړ او ويې ویل دوی د هر ډول «مرستې ته تیار دي.»

د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ په تړاو لومړی ځل وال‌سټریټ ژورنال خبر ورکړ، چې ښايي د سولې د هڅو په مناسبت وځنډول شي، خو د روسيې بهرنیو چارو وزارت هغه وویل، امریکا د خپلې «سناریو» د پوره کېدو په خاطر ټاکنې ځنډولې دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې پر ټاکنو کال بدل شو، خو لا یې هم بشپړې پایلې نه دي اعلان شوې او د پارلمان دروازې تړلې پاتې دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

بيچاره

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

متفکربه ده ترداسی ډیرو سرو کرښو تیر سی.( انشآالله)