کابل؛ کارته‌سخي سیمه کې چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱وري، ۱۳۹۸ل): کابل پوهنتون ته څېرمه کارته سخي سیمه کې د چاودنې له امله ۱۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

نن سهار مهال د درېیمې امنیتي حوزې اړوند ياده سیمه کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د عامې روغتيا چارواکي وايي، ټپیان يې سیمه کې نږدې علي اباد روغتون ته رسولي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي هم د پېښې پخلی کړی او په وینا يې درې پرلپسې چاودنې شوې، چې ځای پر ځای شوي بمونه و، هغه د تلفاتو په اړه بې خبري وښوده.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تېره ورځ د امریکا سفارت وویل، ښايي د وري میاشتې په لومړیو ورځو کې ځينې چاودنې او بریدونه وشي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

چاودنی خو د طالبانو کار ندی، طالبان خو انتحاری کوی نه چاودنې. دا کار به حتمآ د داعیش وي.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

هر څوک چي ددې او بلی هری خونړی حملې عامل او آمر وی د زمانو د فرعونانو سره دی محشور شی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

زما يو هزاره ملګری دی هغه وايي چې امي قومای ما بسيار غول استي هر چه ميزننيش بازم مياد،،،

جان بس خپله د همدې بريدونو خبرداری ورکړی وو، البته سالم عقل هم د تيرو دا ډول بريدونو له مخې دا پيشبيني کولای شوه چې د نوروز په جشن به له مخکې پلان شوي بريدونه کيژي،،، نو زه واقعا د هغو خلکو په بي احتياطی افسوس کوم چې بيا هم داسې دسته جمعيو ته راوزي او په لوی لاس خپل ژوند په خطر کې اچوي.

بسم الله
میلمه
بسم الله

که زه د دی پاڼی د مشرانو په ځای وی مونږ به هغه تبصره کونکو تبصرو باندی بندیز لګولی وو چه به جمله کی یی به شکاره داسی لغاتونه چه کنځل وی نه وی مګر تبصره یی تر کنځلو او شکاره توهین څوځلی زیاته وی . د مثال په ډول تاسی د لونګ به نوم دغه جمله تجزیه او وارزوی چه لیکی : [[ چاودنی خو د طالبانو کار ندی، طالبان خو انتحاری کوی نه چاودنې. دا کار به حتمآ د داعیش وي ]] زه یی په اړه نور څه نه لیکم. لونګ ته خو بی تفاوته ده، خپل کمیشن… نور لوستل »