بادغیس؛ بالامرغاب کې طالبانو نیولي عسکر

طالبان: تېر کال ۸۰۱۰ داخلي عسکر تسلیم شوي او ۳۸۷ بهرنیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي تېر ۱۳۹۷لمریز کال کې يې تر لس زره ډېر پوځي عملیات ترسره کړي، چې پکې زرګونو دولتي او بهرنیو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر دولتي عسکرو ورته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ټول کال بریدونو کې يې ۳۸۷ بهرني عسکر وژلي او ۲۱۶ نور يې ټپيان کړي دي.

طالبان د نظامي کمیسیون تر څنګ د خبرو له لارې د بهرنیانو له ملاتړه لاس اخیستونکو افغان کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد کمیسیون هم لري، چې د ښاغلي مجاهد په وینا تېر کال کې ورته ټول ۸۰۱۰ تنه عسکر تسلیم شوي دي.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه د الخندق عملیاتو په تړاو نور هغه معلومات شریک کړي چې د تېر میلادي کال په تړاو يې خپاره کړي و.

د ۲۰۱۸ز کال وروستیو کې طالبانو د نظامي کمیسیون په کلني راپور کې لیکلي و: «ټولټال د کابل ادارې (۲۲۵۹۴) عسکر، استخباراتي ځواکونه، کوماندویان، پولیس او اربکیان وژل شوي او (۱۴۰۶۳) نور ژوبل شوي دي»، چې ۵۱۴ تنه يې یوازې قومندانان دي.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت هم وویل، چې په تېر لمریز کال کې يې ټول ۶۲۷۰ بریدونه کړي او په وینا يې روان کال کې به نور هم شدت پیدا کړي.

دلته مېشتو بهرنیانو او حکومتي سرچینو د طالبانو د خپرو کړو معلوماتو په اړه څه نه دي ویلي، خو پرلپسې يې اعتراف کړی چې د طالبانو تر لاس لاندې ساحه مخ په پراخېدو ده.

څه موده وړاندې د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق په یوه مرکه کې وویل، پر ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو د واک په اړه «یو څه شکمن دی» خو ۶۰ سلنه واک په باور سره تاییدولی شي.

څو ورځې وړاندې بادغیس کې هم د سلو شاوخوا عسکر طالبانو ته تسلیم شول، چې ۵۸ تنه يې بېرته خوشي کړل شو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل غلامانو او اشغالګرو ته دا مهمه نه ده چه څومره عسکر نیول شوی، وژل ښوی، ژوبل شوی او لا خبله د لوږی ، او معاشونو نه ورکولو او ځینو یی د دی امله چه پوه شوی چه مونږ د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو به قومانده ولی خبل مجاهد و رونه او مظلوم اولس ووژنو له دندو تښتیدلی، هغوی ته د ډآلرو بهیر او د مظلوم اولس استثنارول هدف دی او بس . جنګ کی د وخت د حکومت له خوا تل هڅی روانی وی چه د بندیانو تبادله وکړی لکه اوباما چه په یوه عسکر د… نور لوستل »