پاکستان: اسلام ته د سپکاوي په تور د پوهنتون استاذ د شاګرد لخوا ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د پاکستان، پنجاب ایالت پهاولپور ښارګوټي کې د ایس اې کالج، د انګریزي څانګې پروفیسر (خالدحمید)، د اسلام دین ته د سپکاوي کولو او د فحاشي خپرولو په تور د یو زده کوونکي، (خطیب حسین) لخوا په رڼا ورځ په خپل دفتر کې په چړو وهلو ووژل شو.

امنیتي ځواکونو حمله کوونکی نیولی او په ويډیویي مرکه کې نوموړی پرخپل ترسره کړي قتل په خورا جرأت سره اعتراف کوي، او د الله شکر ادا کوي.

پاکستاني رسنیو کې د یادي پیښې په اړه ډول ډول څرګندوني شوي، خو پر خواله رسنیو خپاره شوي لیک کې ویل شوي چې نوموړی استاذ د اسلام د دین سپکاوی کړی او په پوهنتون دننه کې یې ښځینه او نارینه وو ګډو مجالسو جوړولو له لاري د فحاشۍ خپرولو ډېري هڅي کولي،

په لیک کې ویل شوي چې همدا څو ورځي وروسته بیا هم ورته پروګرام په نظر کې وو چې شاګردانو یې مخالفت کاوه او په دې اړه یې د پولیسو مرکز ته هم د مخنیوي په پار لیک لیږلی وو، خو امنیتي ځواکونو یې په اړه غور نه و کړی.

خطیب حسین د چهارشنبې په سهار په داسي حال کې کالج ته دننه شو چې له کوره یې له ځان سره چاړه راوړي وه او نیغ د پروفیسر خالد حمید دفتر ته ورغی.

ویل کیږي چې برید کوونکي لومړی خپل استاذ ترغاړه ونیوه او پرسر یې د چړې وارونه باندي وکړل، بی بی سي وایی په دفتر کې ورسره ناستو ښځو شور او غوغا جوړه کړه، چې له امله یې نور خلک را ورسیدل او حمله کوونکی یې ګرفتار کړ.

بلخوا د خالد حمید ورور (راشدحمید) بیا دا ادعاوي ردوي چې ګویا د ده ورور د دین سپکاوی کړی او یا یې په پوهنتون کې د فحاشي خپرولو هڅي کولي.

راشد وایی چې ورور یې ډېر نیک او لمونځ ګذاره انسان و چې په وینا یې د ټولي سیمي خلک یې پیژني چې هغه د سیکولریزم یا لادینیت مفکوره نه درلوده.

د ده په وینا، دی نه پوهیږي چې ولي یې ورور په دومره قساوت وژل شوی. راشد پر حکومت ږغ کړی چې د ده د ورور په اړه دې انصاف وشي.

په پاکستان کې دا پیښه لومړۍ نه، بلکي تر دې وړاندي هم ورته پیښې رامنځ ته شوي، چې اکثره یې په علمي مراکزو کې پیښي شوي.

د 2017 کال اپریل میاشت کې د خیرپښتونخوا په مردان کې د ولي خان یونیورسټي کې د مشال په نامه یو ځوان د نورو لسګونو شاګردانو لخوا په وهلو ټکولو له دې امله ووژل شو چې د اسلام دین ته یې سپکاوی کړی و.

تر هغه څه موده وروسته په چارسده کې د اسلامیه کالج یو استاذ دین ته د توهین په تور د خپل یو شاګرد لخوا ووژل شو.
څو کاله وړاندي هم د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر په همدې تور ووژل شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

الله دی مل شه ویاړم درباندی

پتنګ
میلمه
پتنګ

اسلام ته سپکاوی یو بیغیرته دعنعناتو او عقیدې پر خلاف کاردی څوک یې چې کوي الله د جزا ورته ورکړي !
داسې سپکې او پروپاګنده باید په قانون کلکه بند ه شي او عامیلینو ته یې سخته جزا ورکړل شي ! دا کار باید دولت وکړي نه فرد !!

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

مذهبی یا ملی یا محلی یا اخلاقی یا ناموسی یا عقیدتی یا نور احساسات یوه خبره ده او منل شوی مدنی یا مذهبی قوانینو ته درناوی بله خبره ده.د انسان او حیوان تر منځ د پنځه زره پنځه سوه پنځه پنځوس توپیرونو د شتون یوه وجه داده چي انسانی ټولنه د پولیس او څارنوال او قاضی او نورو قانونی مراجعو درلوونکې ده خو د حیوان کیسه او محاکمه یوه صحرائي کیسه او محاکمه ده. پر خپل سر ( په هره انګېزه چي وی) د یو چا اعدامول د شرعِ او عقل خلاف کار دی. خبره دانده چي زه مثلاً ددې… نور لوستل »