پاکستان د هند غوره لیګ سیالیو پر ښودلو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د هندوستان غوره لیګ (IPL) سیالۍ به په ژوندۍ بڼه په دغه هېواد کې نه خپروي.

وروسته له دې چې د هند حکومت د پاکستان سوپر لیګ پر ژوندۍ بڼه خپریدو په دغه هېواد کې بندیز لګولی و پاکستان یې په بدل کې پر هند غوره لیګ ښودلو بندیز ولګاوه.

د پاکستان اطلاعاتو او خپرونې وزیر فواد چودري په پاکستان کې ټولو تلویزوني ادراو ته خبرداری ورکړی چې د هند سوداګریز لیګ سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپرې نه کړي.

تېره میاشت د هند تر ولکې لاندې کشمیر پلوامه سیمه کې د یوې چاودنې په پېښه کې تر ۵۰ زیات هندي عسکر وژل شوي وو چې هند پر دغه پېښه پاکستان ملامت کړ او له هغې وروسته دواړو خواو پر یوه بل حملې وکړې چې د سیاست ترڅنګ یې د کرېکټ وضعیت هم ترینګلی کړ.

د یادونې ده چې د هند غوره لیګ دولسم پړاو سیالۍ د راتلونکې شنبې په ورځ په ۲۳ مارچ پېل کیږي چې په کې درې افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن په بېلا بېلو لوبډلو کې ګډون کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د