ګوګل د یو ملیارد او ۸ ملیونه ډالر جرمانې سره مخ شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ وری، ۱۳۹۸ل): د اروپایي ټولنې تنظیمونکې د انترنیت ټکنالوژۍ او پلټنې په ستر شرکت ګوګل «Google» د یو ملیارد او ۷ ملیونه امریکایي ډالر جرمانه لګولې ده.

پر ګوګل دوه واره له دې وړاندې هم ستره جرمانه لګیدلې ده، خو راپورونه وایي چې د نورو شرکتونو د ژوندي خپرولو اعلاناتو د اصولو او قوانیننو په سرغړونې سره پر ګوګل یو وار بیا ستره جرمانه لګولې شوې.

د جرمني هېواد په برسلز ښار کې د اروپايي ټولنې تنظیمونکې لخوا د سوداګریزو اعلاناتو پر وړاندې د شوې څیړنې په پایله کې پر ګوګل د یادې جرمانې لګولو پریکړه شوې ده.

د اروپایي ټولنې تنظیمونکې کمشنر مارګیرټي ویسټیګر ویلي چې ګوګل د خپل حاکمیت ساتلو لپاره د نورو شرکتونو د انلاین اعلاناتو خپرولو مخه نیولې وه، چې په دې سره یې د اروپایي ټولنې قوانین مات کړي دي.

دا لومړی وار نه دی چې پر ګوګل جرمانه لګیږي بلکې د تیر کال جولایي میاشت کې پرې د اروپایي ټولنې لخوا ۵ ملیارده او د روان کال په پېل کې د فرانس هېواد لخوا د قوانینو سرغړونې له کبله ۵۰ ملیونه یورو جرمانه شوی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د