د نوروز لس اويزو سيالۍ د ګلبدين نائب لوبډلې وګټله

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱ وری، ۱۳۹۸ل): په کابل احمد شاه بابا مينه ايوبي لوبغالي کې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د نوي کال په مناسبت د لس اوريزو سيالۍ جوړه شوې وه چې د ګلبدين نائب او حضرت ځاځي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

دغه سيالۍ چې په اريانا تلويزون په ژوندۍ بڼه خپره شوه، د ګلبدين نائب لوبډلې «افغانستان بلو» د حضرت ځاځي لوبډلې «افغانستان ريډ» ته په وروستي توپ ماتې ورکړه.

د لس اوريزو په دغه سيالۍ کې لومړی توپوهنه د ځاځي لوبډلې وکړه چې د نجيب ترکي په نيمه سليزې او د درويش رسولي په ۳۷ منډو يې د ګلبدين لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د ګلبدين لوبډلې ټاکلی هدف په وروستي توپ د ګلبدين نائب په شپږيزه د اته ويکټو په توپير بشپړ کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ دغه سيالۍ د نوي کال په لومړۍ ورځ د کرېکټ مينوالو ته د ساعت تيري او دهېوادوالو د خوښۍ په موخه چمتو کړې وه، چې په پار يې دغې لوبې کتلو ته سلګونه مينوالو ګډون کړی وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د