افغان لوبغاړي «آی پي ايل» کې لوبيدو لپاره هند ته رسيدلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲ وری، ۱۳۹۸ل): د هندوستان سوداګريز ليګ دولسم پړاو سيالۍ به سبا د شنبې په ورځ په ۲۳م مارچ د چينايي سوپر کينګز او رائل چيلنجر بينګلور ترمنځ پېل کيږي.

د افغانستان ملي لوبډلې درې تکړه لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان او مجيب الرحمن) په يادو سياليو کې د ګډون لپاره هند هېواد ته رسيدلي دي.

لومړی مجيب الرحمن چې د کينګز اليون پنجاب لوبډلې لخوا لوبيږي، له خپلې لوبډلې سره يوځای او تمرينات هم ترسره کړي دي.

محمد نبي او راشد خان يوځای تېره شپه له عربي اماراتو څخه له خپلې لوبډلې سنرايزز حيدر اباد سره د يوځای کيدو لپاره هند ته رسيدلي دي.

محمد نبي او راشد خان به خپله لومړۍ سيالۍ د مارچ په څلورويشتمه د يکشنبې په ورځ خو مجيب الرحمن به خپله لومړۍ سيالۍ د دوشنبې په ورځ د مارچ په څلورويشتمه ترسره کړي.

په تېر کال آی پي ايل سياليو کې راشد خان يو له تر ټولو زياتې ويکټې اخيستونکی لوبغاړی و، مجيب الرحمن که څه هم په ځينو سياليو کې د ټپي کېدو له امله نه و لوبيدلی خو د ويرات کوهلي او ای بي ډيويليئرز په څېر غوره لوبغاړي يې سوځولي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د