محمد بن زاید امریکا ته د طالب مشرانو د وژلو وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲وری، ۱۳۹۸ل): له انګلستانه خپرېدونکې (میډل ایسټ آی) ویب پاڼې د ابوظبي د ولیعهد هغه وړاندیز افشا کړی چې د طالب مشرانو د سري وژنو په اړه یې امریکا ته کړې و.

د ویب پاڼې په تازه راپور کې راغلي چې د روان کال په پیل کې د ابوظبي ولیعهد (محمد بن زاید) د امریکا بهرنیو چارو وزیر (مایک پمپیو) ته د یو داسې پروګرام مشوره ورکړې چې له مخې به یې د طالبانو مشران په مخفي ډول ترور کیږي.

د محمد بن زاید په وړاندیز شوې طرحه کې راغلي چې طالب مشران باید د بلک واټر په شان د یوې اجرتي قاتلې ډلې په واسطه په سري توګه له مینځه یووړل شي. نوموړي ټینګار کړی چې د ترور دغه پروګرام به د طالبانو مذاکراتي موقف کمزوری کړی.

ویب پاڼه لیکي چې محمد بن زاید دغه وړاندیز د روان میلادي کال د جنوري په ۱۲مه د امریکا بهرنیو چارو وزیر (مایک پمپیو) سره په کتنه کې کړی و.

د راپور په وینا، د قطر لخوا د امریکا او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو د ناستې کوربه توب د محمد بن زاید غوصه راپارولې. متحده عرب اماراتو له تېرو دوه کلونو راهیسې له قطر سره سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکي قطع کړي دي.

ویب پاڼه لیکي چې د طالب مشرانو د ترور لپاره د محمد بن زاید وړاندیز کټ مټ په یمن کې هغه پروګرام ته ورته دی، چې د (یمن د اصلاح ټولنې ګوند) مشران په یو په بل پسې ترور کیږي.

راپور زیاتوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د محمد بن زاید په خبرو ټکان وخوړ خو کومه تبصره یې پرې ونکړه.

د ویب پاڼې په وینا، د ابوظبي ولیعهد اندیښنه ښودلې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل به دغه هیواد یو ځل بیا تر ۲۰۰۱م کال پخواني حالت ته وروګرځوي.

متحده عرب امارات یو له هغو دریوو هیوادونو څخه و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی و.

تر اوسه متحده عرب اماراتو، امریکا او طالبانو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

avatar
16 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ولا حول و لا قوة الا بالله العلي العظيم

Karwan
میلمه
Karwan

غوربندي صاحب، دغه اوسني عرب حاکمان هم د امريکايانو ښه خروړي سپي دي او ډيري ئي دقدرت ساتلو لپاره د اسلام په مقابل کي ولاړ دي. وينو به چه اينده ئي د ځه سره مخامخ کيږي. کاروان

محمد
میلمه
محمد

ستاسو تعجب ته تعجب کوم ځکه چې د بي دینانو څخه بله څه هیله کیدای سي — اللهم اخذل من خذل المسلمین والمجاهدین واقتلهم قتالا کبیرا

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

او الله تا (د کافرانو له دسيسو، پېښکي خطرونو او) د خلکو (له زوروني) څخه ژغوري.(ځکه چي د لوى څښتن سنت او کړنلار داده چي باطل پر حق باندي نه بريالى کيږي، نو پر تا باندي بې له رسوني بل څه نسته). پوه سه چي الله کافرانو ته(چي د حق له لاري منحرف سوي او له هغو انکار کوي چي د لوى څښتن له خوا تا ته نازل سوي دي سمي لاري ته)لار ښوونه نه کوي.

احمدرحیم
میلمه
احمدرحیم

زما ګلاب ګلاب وطنه افغان وطنه «» ستا دبدن اورونه ستا په دښمن پوری شه

حکیمي
میلمه
حکیمي

د ابوجهل زوی دومره نه پوهیږي چي دطالبان دریځ دمشرانوپه شهادتونو نه کمزوری کېږي موږدرهبرۍ په سطحه شهیدان هم ورکړل خوله خپلې داعییې نه تېر نشوو
تورمخیه ته افغانان نه بېژنې موږ ته دځان اونورو تراستعمارلاندې اعرابو فکرمکوه
اومه دامارت مشران دخاشقچي غوندې بې کسه اوبې وسه بوله دا خلک یو انتقام اخیستونکی ملت ترشا په ځان پسې لري موږسره سرمه وهه موږ دې باداران سر ماتي سرټیټي کړي دي ته خویې هسې غلام ګوټی یې

داسلامي امارت نه مې هیله داده چي دې ډارنوته قوي اخطارورکړي چي که خدایه مکړه کوم رزالت یې وکړ ښه ورځ به ونه ویني
موږ درپسې ولاړیو

جميل
میلمه
جميل

دا او ديته ورته خبيثان تر کفارو لا ودين ته ډير خطرناک دی .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د عثمانی خلافت له ړنګیدو وروسته انګریزانو منځنی ختیز په څو لویو او کوچنی هیوادو وویشل او به هر هیواد کی یی خپل غلامان باچاهان وټاکل او د هغوی استخباراتی شبکی یی په خبل لاس کی تراوسه نیولی ورته ویل شوی تر هغی چه زمونږ قومانده تعقیبوی تاسی به تر تله زمونږ غلام پاچاهان یاست. د سعودی اخری پاچا محمد بن سلمان ته وګوره چه سهیونست یهودان هم پری شرف لری . د دی بیهوده خبر په اړه: طالبان چه به جنګ کی دی باید یو خبر هم باید بیهوده ونه ګڼی جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی د دی… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

تاسی دهغه ایجړا او خبیث تصویر ته وګوری ، چه پمبو یی په مقابل کی مسلمان ښکاری یعنی تر پمبو هم دی څو ځله کافر ، خبیث او اسفل سافلین دی ، انګریزانو پوهیږی چه خپل غلامان څرنګه وروزی او مظلوم بشریت ورباندی استثمار کړی د ښکاری سپو په شان یی کاروی ، تمویل او تجهیزوی، امریکایی او اروپایی فاجشی د دغو خبیثو په غیږو کی پرتی او د دوی میرمنی د امریکایانو او اروپایانو مشرانو په غیږو کی پرتی وی ، کله چه یی تر اخری کچی په شرابو او کبابو تر اخری کچی وپړسوی د هغو ځانګړو کړنو… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

`سلامونه او ښی چاری.
محمد بن زاید یو ډیر زیرکه حاکم دی.په دا وړاندیز یی امریکا یان معلومول ،چه ګویا طالیبان څومره د امریکایانو خلک دی؟
نو اوس معلومه شوه چه امریکا هم طالیبانو سره خواخوږی لری نه یی وژنی.او په بدل کی طالیبان هم امریکایان نه وژنی،
امریکا او طالیبان په ګډه ولسی خلک .او افغان فقیر عسکر په نخه کوی،

مسلم
میلمه
مسلم

که رب العلمین دی هدایت نه وی په نصیب کړئ نو همداسی به له لمره سترګی پټی او له دنیا ###تیر سی ###….

هارون
میلمه
هارون

د دې خبرې هېڅ شک نشته. تاسو ولیدل چې همدا ډول وړاندېزونو څومره طالبان او د هغوی مشران په پاکستان کې ورک او یا یې ووژل. هغوی وایي چې طالبان تړلي چرګان دي چې کله مو زړه وغواړي راچپه کوو یې. اوس هم د دې خطر شتون لري چې د طالبانو ځينې مشران چې د امریکې او یا هم د پاکستان له نظره مطلوب نه وي، کېدای شي له مینځه ولاړ شي. ښه خبره به دا وي چې طالبان دا خوښه کړي چې په مستقیمه توګه د اشرف غني سره خبرې وکړي او ګډ ټیم سره جوړ کړي. درناوي

مسلم
میلمه
مسلم

اشرف غربی خپله غلام ابن غلام دی چی بادار وشړل سی غلامان به اتومات منحل شی.

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

د اوښ والا(څاروان) ماغزه او عقل دومره دی ګیله مکوی. دا احمق فکر کوی چی طالبان همدا لس نفره دی.

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

These agents and spies will always behave in a way to get closer to their boss.
They are even willing to share their own bodies and families with them.
But when it comes to the Taliban, the guards are Angels.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

که پر دغو اوسنیو عرب مشرانو څېړنه وسي تر دې لا خبيث او ټيټ وګړي دي. څو وخته دمخه په کابل کي يوه ټريول ايجنټ راته وويل چي عرب امارات هغو کسانو ته وېزه نه ورکړي چي ږيره ولري. د دې وو اصلا د افغانانو له ږيرو، قواړو، ايمان او همت او غيرت څخه تره کيږي. اول خو دوی دا جرئت او مړانه نه لري چي د طالب اتلانو ترور ته دي ورودانګي، بل حضرت پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته خو لوی څښتن سبحانه داسي فرمايلي وه: (وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (67)) .… نور لوستل »

سید حمیدالله
میلمه
سید حمیدالله

که په چا کې لږ غوندې ایمان هم وي خو دغه ډول کړنې ورته د منلو وړ نه دي. محمد بن زاید دې الله تباه کړي دغه بې دینه شوی دی. دغه کس ته ډېر ښه ګوډاګی ویلی شي.

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

څومره سپک وړاندیز هغه هم د زمانی فرعون ته مطمنه ووسی غربیانو،منافقانو، عیاشو عربو چی د الله ج د دین حامیان پخپله الله ج ساتی او نصرت یی کوی

مسلم
میلمه
مسلم

د عثمانی خلافت له ړنګیدو وروسته انګریزانو منځنی ختیز په څو لویو او کوچنی هیوادو وویشل او به هر هیواد کی یی خپل غلامان باچاهان وټاکل او د هغوی استخباراتی شبکی یی په خبل لاس کی تراوسه نیولی ورته ویل شوی تر هغی چه زمونږ قومانده تعقیبوی تاسی به تر تله زمونږ غلام پاچاهان یاست. د سعودی اخری پاچا محمد بن سلمان ته وګوره چه سهیونست یهودان هم پری شرف لری . د دی بیهوده خبر په اړه: طالبان چه به جنګ کی دی باید یو خبر هم باید بیهوده ونه ګڼی جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی د دی… نور لوستل »

بسم الله
میلمه
بسم الله

په دی پاڼه کی یو وایروس څو نور زیږولی، وایی زید یو زیرک غلام دی پمپو یی معلومولو چه د ده به نظر او پلان خوښ او که نه خوښیږی که خوښ نه شو دا معنی چه طالبان د دوی غلامان دی ، څومره احمقانه څیړنه او ارزونه ده . که د دغه غلامانو په خبره طالبان د امریکا غلامان دی ، نو څه مجبوره کړی چه له طالبانو سره روغه جوړه کوی . د وژلو او خبرو کولو ځایونه معلوم دی لکه دوهم مشر ملا صاحب چه یی پاکستان کی په شهادت ورسولو صرفه نه کوی او نه طالبان… نور لوستل »