افغانستان

دوه امریکايي عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲وری، ۱۳۹۸ل): امریکايي او ناټو چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال دوه تنه امریکايي عسکر وژل وي دي.

د ناټو او امریکايي ځواکونو چارواکو ویلي چې دوی نن د جمعې په ورځ (۲۲ مارچ) د عملیاتو پر مهال ووژل شول، خو د وژل شویو عسکرو نومان، د پيښې ځای او نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې ده.

د ناټو د بشپړ ملاتړ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وژل شویو عسکرو نومونه به د امریکا د دفاع وزارت د پالیسي سره سم تر ۲۴ ساعته وروسته نشر شي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال ۲۰۱۹ له پيله تر اوسه امریکایانو د خپلو ۴ تنو عسکرو وژل منلي دي خو د طالبانو د راپورونو سره سم د وژل شویو عسکرو شمېر سلګونو ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بسم الله

که امریکایان د خبلو وژل شوو عسکرو شمیر کم ښیوی او یا دا چه مکان او زمان یی نه په ګوته کوی نو طالبان چه د سلګونو امریکایانو دعوی کوی اصلی قیصه ولی نه لیکی چه چیری دا عملیات ترسره شوی ؟ که داسی شوی دا خو د طالبانو مورال پورته او امریکایانو مورال شکته کوی او دروغ یی هم ورله په ډاګه کوی . په دی اړه د طالبانو ( ذبیح الله مجاهد ) څخه جدی هیله کیږی چه د دغه خبر کلیات او جزییات څومره چه ژر کیږی په ډاګه کړی مننه

غمی،پښتین

بسم الله جان ته.
د مجاهد صاحب.اسدالله خالید صاحب،او پنتاګون ویاند بریدمن جیفیری،خبری رپوتونه ،جزییات په چا یی منی؟ایا د دوی خبری مڼنونکی څوک شته؟
دټولو څخه ښه رزق پناه ورکونکی ،او رښتیا ویونکی الله ج دی،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x