کندز؛ د پنځو امريکايانو په ګډون اتلس عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ وری، ١٣٩٨ل): طالبان وايي چې د کندز ولايت مرکز اړوند په تيلاوکه سيمه کې يې د پنځو امريکايي عسکرو په ګډون ۱۸ کورني کمانډويي عسکر وژلي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تيره شپه د کندوز ولايت اړوند په تيلاوکه سيمه کې د طالبانو په بريدونو کې ۵ امريکايي عسکر وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي او همدا راز ۱۳ کورني کمانډويي عسکر هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې کندز ته ورغليو ګډو ځواکونو باندې اوس هم بريدونه روان دي او زياتوي چې د بهرنيو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريدونو کې هم ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد زياتوي چې په دې بريدونو کې درې تنه طالبان هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن امريکايي عسکرو اعلان وکړ چې په افغانستان کې يې دوه امريکايي عسکر وژل شوي دی، خو د يادو عسکر د وژنې موقعيت او هويت يې نه و په ډاګه کړی.

دا په نوي لمريز کال کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې لومړۍ پيښه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د