جانان خدرخېل

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخيل

وخت به تر څو راباندې دغسې کانې کوي
قسم په خدای چې نور مې زړۀ داسې لمبې کوي

زۀ مې مورکۍ ته له ډاکټره قرض دوا راوړم
زما ملګري په پارکونو کې مېلې کوي

وایي پلارجانه! لس روپۍ دې کله را نکړې
وړه لورکۍ مې په وړه ژبه ګیلې کوي

زۀ له غربته په سړه ټیکله موړ نۀ یم
خو ګاونډی حاجي مې کال په کال عمرې کوي

خاونده! څنګه زمانې لره دې پاتې کړم
زما بچي ماته زما د خولې پېښې کوي

د پاچا سپي لار کې ولاړ دي او چټي غاپي
یو ملنګ پښې یَبله روان دی او ښېرې کوي

دا نا چاري په سړي بل رنګه نخرې کوي
نو “خدرخېله” یاره خدای مو دې پردې کوي

ـــــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۷/۱۲/۲۳

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د