چین: کیمیاوي فابریکه کې چاودنې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ وری، ۱۳۹۷ل): د چین هېواد د مشرقي برخې یوه سیمه کې په یوه کیمیاوي فابریکه کې ستره چاودنه رامنځته شوې چې له کبله یې ۴۷ کسان وژل شوي او تر ۶۰۰ زیات ټپيان دي.

د چین حکومت د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د ین چینګ په صناعتي سیمه کې د چاودنې له کبله چې د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته رامنځته شوې تر ۶۰۰ زیات کسان ټپیان دي چې اوسمهال روغتون کې د تداوۍ لاندې دي.

د چاودنې لومړني خبرونو ویلي وو چې په پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي خو وروسته د مړو شمېر ۴۷ او د ټپیانو ۶۰۰ ته لوړې شو، خو له ټپیانو څخه د ۹۰ کسانو حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی.

ویل کیږي؛ چاودنه تر دې اندازې سخته او شدیده وه چې د لرې سیمو خلکو پرې د زلزې ګمان وکړ، او تر ۴ کیلو میترۍ یې د کورونو شیشې او دروازې ماتې کړې.

چارواکو د پېښې په اړه څیړنې پېل کړي او په دې اړه یې یو شمېر کسان نیولي دي.

چین هېواد د صنعتونو او فابریکو په ناوړه پېښو کې د نړۍ یو له بدترینو هېوادونو څخه شمېرل کیږي، چې زیاتره یې په داسې کیمیاوي او نورو فابریکو کې چاودنې رامنځته کیږي.

په ۲۰۱۵م کال کې د چین په ساحلي ښار تیانجن کې د یوې کیمیاوي چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۶۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان وو، د راپورونو له مخې چین هېواد ته په دغه چاودنه کې په ملیاردونو ډالر زیان هم رسیدلی و.