روغتیا

د هوا ککړتیا د انسان جنسي ځواک کمزوری کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ جدي، ۱۴۰۲ل): په دې ورستیو کې د کابل هوا داسې ککړه شوې ‌ده چې ساه اخیستل پکې ګران کار دي او په ځانګړې توګه د شپې له لوري د پلازمېنې هوا یوازې لوګی وي.

که څه هم په وروستيو څو کلونو کې د اورښت د لږوالي او په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو چې ډېری ځنګلونه او ونې پکې له منځه تللي دي، د هوا ککړتیا کې ځانګړې ونډه لرلې ده، خو پر دې سربېره د حکومت نه پاملرنه او د کابل او ټول هېواد د اوسیدونکو بې ‌باکي هم د هوا په ککړتیا کې خپله برخه لري، چې د بې ‌کیفیته سون موادو بې ‌درېغه استعمال او د خامه سړکونو شتون دا ګواښ نور هم زیات کړی دی.

بلخوا په پلازمېنه کې، د زمکې لاندې اوبو لږوالی او د سپتیک څاګانو ډېروالی چاپېریال نور هم ناولی کړی دی چې د بې شمېره ناروغیو لامل کېږي او په ځانګړې توګه ماشومان له دې حالت نه ډېر زیانمن کېږي.

د هوا ککړتیا نړۍ کې بې شمېره خلک په بېلا بېلو ناروغیو اخته کړي خو اوس پوهانو خبرداری ورکړی چې د هوا ککړتیا په نارینه و کې د جنسي ځواک له منځه وړلو لامل کیږي.

څیړنې ښيي چې په پرلپسې ډول د موټرو زهر لرونکی لوګی یا بخار تیرول د انسان د جنسي مادو سره ټینګې اړیکې لري چې د اکسیجن له لارې تړل کیږي.

پوهان په دې باور لري چې د پوزې له لارې زهر لرونکې مادې کش کول ښایي د وینې رګونه له التهاب سره مخ کړي او تناسلي آلې ته د اکسیجن رسیدل زیانمن کړي، چې د اکسیجن په سمه توګه د نه بشپړیدو په حالت کې د انسان جنسي ځواک د کمزورۍ ښکار کیږي.

پوهان زیاتوي، ککړه هوا یوازې د وینې جریان نه اغیزمنوي بلکې بدن کې د اکسیجن کچه هم په لوړه اندازه اغیزمنوي، کله چې د هوا ککړتیا له کبله په وینه کې د اکسیجن هغه کچه ټيټه شي چې د تناسلي آلې عضلاتو ته رسیږي ډیر امکان یې د جنسي ځواک کمزورتیا لامل کیږي.

یو شمېر ترسره شوې څیړنې ښيي چې د هوا ککړتیا هر کال نړۍ کې تر ۴۰ زرو شاوخوا کسان وژني او په ملیونونو نور په بېلا بېلو ناروغیو اخته کوي، ځینې نورې شمېرې ښيي چې ککړه هوا په کال کې تر ۶۰۰ زرو زیات کوچنیان له مړینې سره مخ کوي.

د هوا د کیفیت پاکولو سره به د زړه ناروغیو، دماغي سکتو، شکر ناروغي او د سږو سرطان مخه ونیول شي.

همدا ډول  څیړنې ښيي چې د هوا ککړتیا د ماشومانو زیږون هم اغیزمنوي، په دې اړه پخوانیو څیړنو هم ګواښ کړی دی.

اوسمهال کابل د نړۍ یو له ککړترینو هوا لرونکو ښارونو ګڼل کیږي، چې په دې لیست کې د پاکستان لاهور، د هند دهلي او کلکته، د بنګلدیش ډهاکه، د چین او جاپان ځینې ښارونو کې د هوا ککړتیا په لوړه کچه ثبت شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلیمان زاهد

خو بلعکس د کابل ککړی هوا د ملایانو او قاریانو جنسی ځواک دومره قوی کړی چه هر یو یی څلور څلور ودونه کوی او یا ورپسی ګرځی چه بیدا یی کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx