افغانستان

هلمند؛ غبرګو چاودنو کې والي او مرستيال يې ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): په هلمند ولايت کې د بزګر د ورځې په اړ جوړې شوې غونډه کې غبرګې چاودنې شوي چې په نتيجه کې يې ددې ولايت والي، مرستيال يې او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان يک تلويزيون بيا په پيښه کې د څلور تنو د وژل کیدو او لسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

هلته د بزګر د ورځې د لمانځلو په مناسبت غونډه جوړه شوې وه چې چاودنې وشوې.

تر اوسه چا ددې چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

د پېښې په اړه نور جزيات وروسته خپريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

پیغمبر (ص) فرمایی: د مسلمان وینه، شرف او عزت بل مسلمان ته حرامه ده.
هغوی خو ټپیان شول، څوک مو شهیدان کړل. تاسی چی د یوه والی لپاره ولسی خلګ شهیدان کوی نو غنی خو باید ستاسو کلی او کورونه بمبارد کړي. بیا تاسو خو مسلمانان هم نیاست ځکه چی خپل خلګ وژنی.###

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x