اتلس کاله بایلونکې جګړه

امرالله عمران

امریکا د افغانستان جگړه د القاعدې د ځپلو په نامه پیل کړه.

دلته یې بی شمیره افغانان د ترهګر، القاعده ، طالب….. ترنامه لاندې، بې سرفې خالی لاس افغانان ووژل، کورونه، جماتونه، مدرسي، یې بمبار کړي ، سپاره په لاس معصومو ماشومانو يې هم سرفه ونه کړه، د واده مراسم او جنازي يې بمبار کړي.

بلاخره امریکا د خپل ټول طاقت سره دجګړې د اصولو خلاف خپل وحشت ته دوام ورکړ.

نه طالبان کمزوري شول، نه د دوی په اصطلاح «ترهگر» له منځه یوړل شول او بلاخره هر څه سرچپه روان دي.

امریکا تیر کال ادعا کوله چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې په افغانستان کې یو ټرېلیون ډالر لگولي؛ خو لا هم له نیمايي ډېر افغانان د غربت تر سرې کرښې لاندې ژوندي کوي، بې کاري اوج ته رسیدلې، زرگونه افغانان اروپا ته کډوال شوي، ښوونیز نظام مو ورځ تر بلې راټیټېږي افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد له مخې پنځم هېواد دی، او د حکومت ډول مو په نړۍ کې بې جوړې دی.

یواځې د امریکا پوځ په تېر میلادي کال د دوي د راپور په حواله په افغانستان کې پوره ۷۳۶۲ هوايي بریدونه کړي، د دې معلوماتو پر بنسټ هره میاشت تر ۶۱۳ بمونه چې د ورځي په حساب تر شلو ډېر بمونه پر افغان خاوره غورځول شوي دي. چې دا شمیره اوس نوره هم لوړه شوي

چې دي هوايي بریدونو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه او نور بمي بریدونه شامل دي . د دومره وحشت باوجود بلأخره نه امریکا په خپلو ژمنو کې بریالۍ شوه، نه افغان حکومت خپلې ژمنې پوره کړې .

د امریکا په تاریخ کې د افغانستان جگړه تر ټولو اوږده جگړه بلل شوې، چې د نړۍ له نیمايي ډېرو هېوادونو یې ملاتړ کړی و او خپل ځواکونه یې د امریکایانو مرستې ته راستولي وو،امریکا له یوداسي قوم سره واوښتله چې له دې وړاندې یې هم دلویو لویو امپراتوریو تجربه لرله ….

دنړۍ روزل شوي فوځ، دقوي ټکنالوژی په شتون کې بیا هم ورځ تربلی دناکامۍ په لوری روان دی .

امریکا په نظامي لارو کې ترخپله وسه هڅه وکړه آن څو ځلې یې جګړه کرایې جنګیالیو( بلکواټر ) ته ورکړه، خوبیا هم بریالي نشول ، د نومبر په 14 مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې “هیډرناوئرټ“ ویلي وو(( زمونږ مقاماتو مخکې هم وړاندوینه کړې وه چې دا جګړه له نظامي لارو ګټونکی نه ده، نو ځکه مو ټول امکانات پر لار اچولي څو د طالبانو سره مخامخ جوړجاړي ته زمینه برابره کړو.ناوئرټ ویلي؛ زمونږ مخالفین “طالبان“ د زور له لارې نه ماتیږي ، نو معقوله ده چې د مذاکراتو لار خپله کړو او په همدې موخه زلمي خلیلزاد خپلې ټولې هڅې پیل کړې څو دې خونړۍ جګړې ته یوه حل لاره ولټوي))

هغه څوک چې دوي توریستان او ترهګربلل هغه دبوش خبره به له چا هیره شي چې ویل یې ما په یو هیواد کې توریستانو ته دپناه ځاې پری نښوده هماغه افغانان چې پرون له ملکه وشړل شول، نظام یې ونړول شو ، ووژل شول، زندانونه پري ډک شول، هماغه وهم وهلی افغانانو د یو لوي طاقت سره دخپلو سرونو په بدل کې جګړي ته ادامه ورکړه.

د يوناما د شمېرو له مخې، په ( ۲۰۱۷ ) کال کې او له هغې راوروسته په افغانستان کې په مجموعي توګه (۸۴۲۴۶) ولسي وګړو ته د جګړې د ښکېلو لورو لخوا مرګ ژوبله اوښتې.

ددې بی دریغه بمبار او وژلو باوجود یې بیا هم مقاومت وکړ چې د سرچینی له قوله یواځي په تیر کال کې ۳۸۷ بهرني عسکر وژل شوي او ۲۱۶ نور يې ټپيان شوی، چې دا تلفات د دوی په ولس کې نورهم د دولت په خلاف کرکه او مخالفت راپاروي نو ځکه په افغانستان کې د امریکا د جګړې پای ته رسول په دغه هېواد کې د سیاسي رهبرانو لپاره یو قوي ټاکنیز شعار ګڼل کېږي.

له اوباما وروسته ډونالډ ټرمپ که څه هم له ولسمشر کېدو لږه موده ورسته یې د تېرو تګلارو په شان یې یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار وکړ. دا هغه څه و چې پر ډونالډ ټرمپ د امریکایي پوځي چارواکو له لوري ومنل شول او د څه مودې په تېرېدو یې پایله دا شوه چې خپله امریکايي جنرالانو په افغانستان کې د روانې جګړې بن‌بست ومانه او پر دې اقرار شول چې روانه جګړه له پوځي لارې نه شي ګټلی.

نو دسولی لاره یې ونیوله او دخپل دوښمن ټولوغوښتنوته یې غاړه کیښوده، دا هرڅه داسې محال کیږی چې امریکا دخپلي ماتي لپاره د وړو پوزه ګږدي او هغه هم د خپل دښمن په لاس !