ترهګر مو وپېژندل؟

محمدامین بسمل

مړی چې خدای ج شرموي نو په تخته یې . . . بهیږي.

واقعأ، چې رب العزت د خپلو پتمنو او رښتینو بندګانوعزت او سراومال ساتي اوهغه مکارې اوجبارې څېرې رسوا کوي کومې، چې پخپل ټول قوت او رزالت سره د الله پاک د رښتینو بندګانو مخې ته څا کني.

یو خو له هغو مخ تورو څخه د اماراتو (چاندني که چاند)را بربنډ شو.

نن دوهمه ورځ ده، چې رسنیو په هغه د طالب مشرانو د وژلو د پلان جوړوونکي تور لګولی خو هغه ښاغلی پټه خوله دی او هیڅ غبرګون یې نه دی ښودلی دامانا، چې خبره رښتیا او چوپه خوله اقرارده.

طالب مشران خاموش او په کیسه کې یې لا نه دي.

طالب او بل هر رښتینی بنده خو له مرګه ځکه نه وېریږي، چې بالاخره مرګ په انسان راتلونکی دی که ژر وي که وروسته نو سړی یې ولې پروا وکړي؟

پوه او د علم خاوندان په دې فکر کې وي، چې د عقبا لپاره یوه توښه برابره کړي نه د دې فاني او بې وفا دنیا لپاره.

د دجال زامن له خپلې ټولې هستي سره نه یوازې رسوا او سر ټیټي شول، بلکې د قیامت په ورځ به د ۱۸۰۰۰ اتلس زره قومه ترمخ شرمینده ولاړ وي خو هلته به بیا نه ټرمپ ورسره څنګ کې وي او نه پمپیو.
درنو لوستونکو!

که یاد مو وي ما د سږ کال جنوري په ۱۸مه د(طالبانو د پام وړ)تر سرلیک لاندې یوه لیکنه ستاسو خدمت ته په دغه لینک کې https://www.nunn.asia/137173 وړاندې کړې وه.

زه نه بزرګ یم نه ولي خو د خپل عمر په اوږدو کې مې یا څه لیدلي یا اورېدلي او یو څه مې تېر زده کړي دي.
ما هیڅکه په چا بې بنیاده تور نه دی لګولی زه دهیڅچا شرمول نه غواړم خو چې کله د حق خبره شي بیا نو د خپل سر په کیسه کې هم لا نه یم.

باور وکړئ، چې ګران افغانستان او په خپلواکي میین اولس یې سخت راباندي ګران دی.

دا اولس د بشر په تاریخ کې بېلګه نه لري دا اولس په خپله خاوره او ناموس میین اولس دی.

دا اولس لوږه زغمي تنده زغمي دردونه، اورونه او زندانونه زغمي خو پخپله خاوره د بل واکمني نه مني.

دا اولس مینه ناک او مېلمه پال اولس دی خو که سکه د ماما یا ترور زوی یې بې له کوم دلیله څو ورځې اضافه ورباندې واړوي نو بې پوښتنې یې نه پرېږدي او حساب ورسره یو طرفه کوي.
ښه نوچې داسې ده دا راغلي نابللي، شرمېدلي او واقعي ترهګر نو بیاولې دومره ړانده دي، چې زموږ دا حساس اولس نه پېژني؟

علمي اکاډمۍ، موسیسي او بې حسابه جاسوسان خو دوی لري، چې دهیوادونو او خاصتأ زموږهیواد لپاره یې کاروي، نو بیا ولې زموږ د اولس له پېژندلو څخه عاجز دي؟

یو هم له هغو روزل شویو جاسوسانو څخه پنچشېری امرالله ناصالح دی چې CIA پخپلو ټولو امکاناتو وراوزه او ښه یې وپړساوه که نه دا وچ موری خو چا د ښځو بابڼ هم نه مقرراوه.

دې منفورې څېرې نن خپله نجسه څېره زموږ باشــــهامته اولس ته ور لوڅه او د اماراتو د مړسترګي (چاندني که چاند) د رزلانه پلان ملاتړ یې په لاندي لینک کې کړی دی:

https://rohi.af/fullstory.php?id=75857

اوس چې خبره ښه ډنډوره او ترهګرو پخپله خپله لمن په سر واړوله نو آیا امریکا په کومو سترګو په مذاکراتو کې د ترهګر په اصطلاح د بحث جرئت کاوه؟

پمپیو هم د پنځم پړاو خبروپه جریان کې په یوه غونډه کې وېلي وو، چې زموږ خبرې له ترهګرو سره رواني دي که ښه نتېجه یې ورکړه زه به هم پکې ګډون وکړم.

اوس دې نو پمپیو دا خپله پوزه پرې کړي که انسان وي او واضع دې نړیوالو ته ووایي، چې طالبان نه بلکې موږ او زموږ تالیڅټي ترهګر دي.

طالبان د افغان اولس بچیان دي او دا اتل بچیان اتل مشران لري او دمشرانو په وژلو دوی نورهم قوت اخلي، دوی کافي علوما لري اوهرعالم یې د مشرتابه وړتیا لري.

ژوندۍ بېلکه یې د شهید اختر محمد منصور ترور و، چې امریکایانو تر سره کړ خو نر او غښتلي طالب ځواک په معجزه امېز ډول له واره خپل بل مشر را مخ ته کړ، همدا چار به هر وخت دوام ولري ځکه خو دې د اماراتو نرښځی وشرمېږي.

پاتــه دې نه وي ، چې د ارګ (چاندني که چاند) هم اماراتو ته څو ورځې مخکې سفر وکړ او د مهمو هوکړه لیکونو خبر یې ورکړ خو ما ته خندا راغله، چې وه د زړې کلا پېرییه ستا خو ورځې په شمار دي نو دا هوکړه لیکونه بیا د ځه لپاره؟

خو پرون چې د اماراتو د بې پرتوګه توطیه افشا شوه زماسر پرې خلاص شو، چې د زړې کلا پېری حتمأ دکوم خطرناک پلان لپاره ورغلی و نه د څو هوکړه لیکونو په موخه.

اوس چې هر څه واضع، ترهګر په پوره مانا رسوا او وپېژندل شول، زه له طالب مشرانو څخه جدي هیله کوم، چې زماپه مخکینیو مشورو له سره غور وکړي او ژر تر ژره خپل مهم مشران له خطرناکو سیمو څخه بلې خوا ته وباسي ځکه چې په هیڅچا باور نه دی په کار.

الله ج مو نګاهبان او بری مو په برخه

avatar
5 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بسمل ته. عجیبه پوښتنه د کړی ده،چه ترهګر مو وپیژندل؟ترهګر څنګه نه پیژنو.د داود خان حکومت ته چه په غرونو کی همدا داوسنی جنګیالیو پلارونو نیکونو توپک ګر ځول ترهګر وه. اوس یی دا کار اولادی په غاړه اخیستی دی،په همدا کار سره روزی ګټی. هر هغه څوک چه د افغانستان ولس دولت په نخه کوی ترهګر دی.هره غوښتنه چه لری باید د خبرو د لارو یی مطرح کړی،نه د توپک شپیلی په واسطه. بل مثال .کله چه ته د محلی دولت څخه څه غوښتنه لری .نو د لندن ښاروالی ته توپک سره ورځی؟که د توپک او چاړه سره ورشی… نور لوستل »

شفيق افغان
میلمه
شفيق افغان

تا هم عجبه خبره کړي سردار داۇد چا شهيد ګړ دغو چی ته ی ترهګر بولې که نجیبوف دغو؟. د ټوپک په شپيلۍ خبره؟. تاته د وویل شي چې غني او بانډ یې نه دولت دی او نه هم کوم مسؤلین. دوی ټول دغرب د هوټلونو هټيو او… څخه راوړل شوي مامورين دي تر څو امریکایي کافران پرې ستا رقم افغانان خطا کړي؟ دولت رسمیت لري؟ کوم رسميت هغه چی د یوه امنيت قومندان دپاره په ګنټو جنګ کوی؟. یا هغه رسميت چې د هرې تبديلي اجازه د امریکا له سفارته اخلی؟ قانونيت لري؟. کوم قانون هغه چې ښاغلی مفکر… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

بسمل صیب مننه ! دا یو حرکت او یو عمل د بیچارګي او چاپلوسي ده چې خپل بادار ته یې وړاندې کوي نو که باداریې دا کار داسې وکړي لکه چې په محمد عمر قضافي باندي یې وکړ نو په ټوله نړۍ کې به رسوا ، تروریستان معرفي شي او پټ ماهیت به یې څرګند شي ! طالب یو نده ، دوه ندي په لکاوو دي که احمد نه وي نو محمود به یې ځای نیسي او دازادي حرکت به هیڅ وخت هم بې سره او رهبري نه پاته کیږي !!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

بسمل صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی تاسی ډیرو ښو ټکو ته ګوته نیولی، زه به هم څه ورسره علاوه کړم : کله چه روسان مات شول او افغانی روسانو خپلو کی جنګونه او وحشت پیل کړو چه نه د چا ځان او نه د جا مال او حیا خوندی وه ملا محمد عمر د هغه وحشت خلاف خپل ټوپک بیا راواخست قندهار تر هرات او بلاخره تر کابل ورسیدل مونږ نه پیژندلو چه دا بیا له کومه شو ( شدو سوی اوبه پو کوی ) یو ورور ته می چه هغه هم د مشر ملا صاحب له چم… نور لوستل »

Ahmad
میلمه
Ahmad

غمی پښتین صاحب سلامونه او نیکی هیلی کچیری هر شی د خبرو له لاری حل کیدای شوای نو د الله تعالی کتاب کی به اصلا د قتال لفظ نه و راغلی خبره دا ده چی مونږ د الله تعالی بندګان یو او د متعال خدای او د محمد رسول الله د حکم او فیصله په اساس به ژوند کوو او خپلی چاری به پر مخ وړو د نور صراحت لپاره مهربانی وکړی د مذاهب چهارګانه فقهی کتابونه ولولی چی لا زیات معلومات لاس ته راوړی دلته چی تاسو بسمل صاحب ته د شاروالی مثال راوړی خبره د شاروالی نده وروره… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښی چاری احمد صاحب. تا لیکلی چه خبره د حق اخیستو او د فر ضو ادا کولو ده.نو د جوماتونو،مکتبونو،پوهنتونو.مارکیتونو ،بازارنو.کی چاودنی ،ځانمرګی بریدونو باندی کوم فرض ادا کوی؟او کومو فقهی کتابونو کی دا قتل روا بلل شوی؟او د قران شریف په کوم ایت کی یی دا چاودنی په موږ فرض دی؟ بل دا چه پلونو الوزول مکتبونو لوخړه کول سړکونو څټ مخ اړول بزګر میله باندی چاودنی کول،کلنیکونه سوزول څخه ته کوم حق اخیستل غواړی؟ اصلی اشغالګر ته نه وژنی،او نه هغه تا وژنی.ثبوت یی شیخ زاید دی چه امریکایانو ته یی وییلی چه ختم یی کړه .خو امریکا… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

غمي ب###، دغه يادي شوي چاودني ټولي ستا داستخباراتو دملګريو له خوا رامينځ ته شوي او رامينځ ته کيږي، مرداره خوله دچوپه کړه ##. کاروان

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

کاروان ته.
د حساب په ورځ به انشالله د ستا په دا مردار ګریوان کی ډیر د خلکو لاسونه وی.الله ج ډیر زر حساب کوونکی دی،

مجاهد
میلمه
مجاهد

هر څوک چه په پشتو یا فارسی خبری کوو فکر کوو چه هغوی به خامخا افغانان او سسلمانان وی ، ټول یی ( په ځانګړی ډول د ساینسی او تکنالوژی د پرمختګ په دی دور کی ) له بده مرغه لمړی افغانان او مسلمانان نه دی او که دی دجالی میدیا یی زړونه او مغزونه پریمنځلی نومونه ، رنګونه ، کالی او ادبیات یی زمونږ د افغانانو او مسلمانانو مګر زړونه او مغزونه یی د نورو دپاره کارول کیږی د هغوی د پاره چه زمونږ سمه، غرونه او دشتونه یی په ټانکو، الوتکو او نظامی مهماتو ډک او مونږ بمباردوی… نور لوستل »