ترهګر مو وپېژندل؟

محمدامین بسمل

مړی چې خدای ج شرموي نو په تخته یې . . . بهیږي.

واقعأ، چې رب العزت د خپلو پتمنو او رښتینو بندګانوعزت او سراومال ساتي اوهغه مکارې اوجبارې څېرې رسوا کوي کومې، چې پخپل ټول قوت او رزالت سره د الله پاک د رښتینو بندګانو مخې ته څا کني.

یو خو له هغو مخ تورو څخه د اماراتو (چاندني که چاند)را بربنډ شو.

نن دوهمه ورځ ده، چې رسنیو په هغه د طالب مشرانو د وژلو د پلان جوړوونکي تور لګولی خو هغه ښاغلی پټه خوله دی او هیڅ غبرګون یې نه دی ښودلی دامانا، چې خبره رښتیا او چوپه خوله اقرارده.

طالب مشران خاموش او په کیسه کې یې لا نه دي.

طالب او بل هر رښتینی بنده خو له مرګه ځکه نه وېریږي، چې بالاخره مرګ په انسان راتلونکی دی که ژر وي که وروسته نو سړی یې ولې پروا وکړي؟

پوه او د علم خاوندان په دې فکر کې وي، چې د عقبا لپاره یوه توښه برابره کړي نه د دې فاني او بې وفا دنیا لپاره.

د دجال زامن له خپلې ټولې هستي سره نه یوازې رسوا او سر ټیټي شول، بلکې د قیامت په ورځ به د ۱۸۰۰۰ اتلس زره قومه ترمخ شرمینده ولاړ وي خو هلته به بیا نه ټرمپ ورسره څنګ کې وي او نه پمپیو.
درنو لوستونکو!

که یاد مو وي ما د سږ کال جنوري په ۱۸مه د(طالبانو د پام وړ)تر سرلیک لاندې یوه لیکنه ستاسو خدمت ته په دغه لینک کې https://www.nunn.asia/137173 وړاندې کړې وه.

زه نه بزرګ یم نه ولي خو د خپل عمر په اوږدو کې مې یا څه لیدلي یا اورېدلي او یو څه مې تېر زده کړي دي.
ما هیڅکه په چا بې بنیاده تور نه دی لګولی زه دهیڅچا شرمول نه غواړم خو چې کله د حق خبره شي بیا نو د خپل سر په کیسه کې هم لا نه یم.

باور وکړئ، چې ګران افغانستان او په خپلواکي میین اولس یې سخت راباندي ګران دی.

دا اولس د بشر په تاریخ کې بېلګه نه لري دا اولس په خپله خاوره او ناموس میین اولس دی.

دا اولس لوږه زغمي تنده زغمي دردونه، اورونه او زندانونه زغمي خو پخپله خاوره د بل واکمني نه مني.

دا اولس مینه ناک او مېلمه پال اولس دی خو که سکه د ماما یا ترور زوی یې بې له کوم دلیله څو ورځې اضافه ورباندې واړوي نو بې پوښتنې یې نه پرېږدي او حساب ورسره یو طرفه کوي.
ښه نوچې داسې ده دا راغلي نابللي، شرمېدلي او واقعي ترهګر نو بیاولې دومره ړانده دي، چې زموږ دا حساس اولس نه پېژني؟

علمي اکاډمۍ، موسیسي او بې حسابه جاسوسان خو دوی لري، چې دهیوادونو او خاصتأ زموږهیواد لپاره یې کاروي، نو بیا ولې زموږ د اولس له پېژندلو څخه عاجز دي؟

یو هم له هغو روزل شویو جاسوسانو څخه پنچشېری امرالله ناصالح دی چې CIA پخپلو ټولو امکاناتو وراوزه او ښه یې وپړساوه که نه دا وچ موری خو چا د ښځو بابڼ هم نه مقرراوه.

دې منفورې څېرې نن خپله نجسه څېره زموږ باشــــهامته اولس ته ور لوڅه او د اماراتو د مړسترګي (چاندني که چاند) د رزلانه پلان ملاتړ یې په لاندي لینک کې کړی دی:

https://rohi.af/fullstory.php?id=75857

اوس چې خبره ښه ډنډوره او ترهګرو پخپله خپله لمن په سر واړوله نو آیا امریکا په کومو سترګو په مذاکراتو کې د ترهګر په اصطلاح د بحث جرئت کاوه؟

پمپیو هم د پنځم پړاو خبروپه جریان کې په یوه غونډه کې وېلي وو، چې زموږ خبرې له ترهګرو سره رواني دي که ښه نتېجه یې ورکړه زه به هم پکې ګډون وکړم.

اوس دې نو پمپیو دا خپله پوزه پرې کړي که انسان وي او واضع دې نړیوالو ته ووایي، چې طالبان نه بلکې موږ او زموږ تالیڅټي ترهګر دي.

طالبان د افغان اولس بچیان دي او دا اتل بچیان اتل مشران لري او دمشرانو په وژلو دوی نورهم قوت اخلي، دوی کافي علوما لري اوهرعالم یې د مشرتابه وړتیا لري.

ژوندۍ بېلکه یې د شهید اختر محمد منصور ترور و، چې امریکایانو تر سره کړ خو نر او غښتلي طالب ځواک په معجزه امېز ډول له واره خپل بل مشر را مخ ته کړ، همدا چار به هر وخت دوام ولري ځکه خو دې د اماراتو نرښځی وشرمېږي.

پاتــه دې نه وي ، چې د ارګ (چاندني که چاند) هم اماراتو ته څو ورځې مخکې سفر وکړ او د مهمو هوکړه لیکونو خبر یې ورکړ خو ما ته خندا راغله، چې وه د زړې کلا پېرییه ستا خو ورځې په شمار دي نو دا هوکړه لیکونه بیا د ځه لپاره؟

خو پرون چې د اماراتو د بې پرتوګه توطیه افشا شوه زماسر پرې خلاص شو، چې د زړې کلا پېری حتمأ دکوم خطرناک پلان لپاره ورغلی و نه د څو هوکړه لیکونو په موخه.

اوس چې هر څه واضع، ترهګر په پوره مانا رسوا او وپېژندل شول، زه له طالب مشرانو څخه جدي هیله کوم، چې زماپه مخکینیو مشورو له سره غور وکړي او ژر تر ژره خپل مهم مشران له خطرناکو سیمو څخه بلې خوا ته وباسي ځکه چې په هیڅچا باور نه دی په کار.

الله ج مو نګاهبان او بری مو په برخه

تبصرې (9)

  • بسمل ته.
    عجیبه پوښتنه د کړی ده،چه ترهګر مو وپیژندل؟ترهګر څنګه نه پیژنو.د داود خان حکومت ته چه په غرونو کی همدا داوسنی جنګیالیو پلارونو نیکونو توپک ګر ځول ترهګر وه.
    اوس یی دا کار اولادی په غاړه اخیستی دی،په همدا کار سره روزی ګټی.
    هر هغه څوک چه د افغانستان ولس دولت په نخه کوی ترهګر دی.هره غوښتنه چه لری باید د خبرو د لارو یی مطرح کړی،نه د توپک شپیلی په واسطه.
    بل مثال .کله چه ته د محلی دولت څخه څه غوښتنه لری .نو د لندن ښاروالی ته توپک سره ورځی؟که د توپک او چاړه سره ورشی نو تا نیسی او د ترهګری کیس در باندی کوی.نو ولی په خپله خاوره خپل دولت سره د توپک شپیلی په خوله خبره وکړو.
    دولت رسمیت قانونیت بیرغ ټاپه سفارت هر څه لری.ټوله دنیا یی پیژنی ،ټاپه امضا یی هر ځای چلیږی.
    طالیب یوه دوره حکومت کړی بلی دوره ته یی ضرورت نشته.باید یو ځوانه طبقه چه ماغزه په کمپیتر .ساینس،تکنالوژی.ډک وی حکومت کولو ته راوادانګی.
    طالیبان د جوماتونو ته واپس ماشومانو ته د الف ب ت ث قاعده بغدادی شروع کړی

    • تا هم عجبه خبره کړي سردار داۇد چا شهيد ګړ دغو چی ته ی ترهګر بولې که نجیبوف دغو؟.
      د ټوپک په شپيلۍ خبره؟.
      تاته د وویل شي چې غني او بانډ یې نه دولت دی او نه هم کوم مسؤلین.
      دوی ټول دغرب د هوټلونو هټيو او... څخه راوړل شوي مامورين دي تر څو امریکایي کافران پرې ستا رقم افغانان خطا کړي؟
      دولت رسمیت لري؟
      کوم رسميت هغه چی د یوه امنيت قومندان دپاره په ګنټو جنګ کوی؟.
      یا هغه رسميت چې د هرې تبديلي اجازه د امریکا له سفارته اخلی؟
      قانونيت لري؟.
      کوم قانون هغه چې ښاغلی مفکر د ارګ ته تلو په اوله ورځ مات کړ؟
      ټاپه او سفارت؟. حال دا چی همدا دولت خپله د امریکا سفارت کی جوړ شوی.
      کوم کمپيوټری ځوانان هغه چې ستا رقم ماغزه لري چې مکمل د غرب له خزلو ډک وي؟.
      طالب ته ضرورت نشته؟
      یعنې تاسی به دلته کفري قوانین راوړی ملا د جومات کی ناست وي؟. تاسی مدرسی او جوماتونه نړوی ملا د خپل ماشومانو ته سبق وایي؟.
      لنډه دا چی د وطن واک مکمل د امریکایي اشغال ګر سره دی که یې نه منې خو اردو ی درته بمبار ګړه ارګ د دومره هم ونه ویل چی ولی هغه ارګ چې په اروپایي کافرانو ی د خفګان پاڼه په دوه دقیقو کی خپریږي.
      خو دا درسره نوټ کړه چې دا وطن د یوه مسلمان ټبر ملک دی دا وطن نه د امریکا دی او نه هم د هغوی د زیره خوارو دلته یواځې یو نظام او هغه هم اسلامي نظام ژوند کولی شي د غرب په ډالرو روږدو نور به که خدای کول دلته د کفري نظام خوبونه جهنم ته یوسئ

  • بسمل صیب مننه ! دا یو حرکت او یو عمل د بیچارګي او چاپلوسي ده چې خپل بادار ته یې وړاندې کوي نو که باداریې دا کار داسې وکړي لکه چې په محمد عمر قضافي باندي یې وکړ نو په ټوله نړۍ کې به رسوا ، تروریستان معرفي شي او پټ ماهیت به یې څرګند شي ! طالب یو نده ، دوه ندي په لکاوو دي که احمد نه وي نو محمود به یې ځای نیسي او دازادي حرکت به هیڅ وخت هم بې سره او رهبري نه پاته کیږي !!

  • بسمل صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی تاسی ډیرو ښو ټکو ته ګوته نیولی، زه به هم څه ورسره علاوه کړم :
    کله چه روسان مات شول او افغانی روسانو خپلو کی جنګونه او وحشت پیل کړو چه نه د چا ځان او نه د جا مال او حیا خوندی وه ملا محمد عمر د هغه وحشت خلاف خپل ټوپک بیا راواخست قندهار تر هرات او بلاخره تر کابل ورسیدل مونږ نه پیژندلو چه دا بیا له کومه شو ( شدو سوی اوبه پو کوی ) یو ورور ته می چه هغه هم د مشر ملا صاحب له چم ګاوند څخه وو تلیفون په لیکه د ملا عمر به اړه پوښتنه وکړه چه دا څوک او څرنګه یی دا لوی کار پیل کړو هغه راته اوږدی قیصی وکړی د یوه کلی وو زه به یی عمده ټکی دلته رانقل کړم :
    ملا عمر د روسانو په ضد جهاد کی څو ځلی زخمی شوی تر دی چه یوه سترګه یی هم بکی له لاسه ورکړه ، کله چه روسان ووتل هغه ټوپک کیشود مسجد کی امام او مدرسته کی شاګرد او مدرس شو. خو کله چه تش په نامه مجاهدینو تر اخری کچی وحشت شروع کړو، ویل یوه شپه یی خوب کی پیغمبر ولید ورته وایی [[[ پاڅیږه جهاد وکړه ]]] دی د ورځی هغه خوب له نورو سره شریکوی خو دا خوب دری ځلی متواتر په عین ډول وینی جبرا پاڅیږی او د جهاد د وخت ملګرو سره له مشورو وروسته جهاد پیلوی.
    زما مطلب له پورتنی قیصی دا وو چه د طالب مجاهدینو دا جهاد د الله ج په خوښه پیل شوی هغه وخت ما بل شان فکر کولو مګر نن بوه شوم چه الله ج څومره د مخه د امریکایانو او د هغوی د نورو غلامانو د مخنیوی د پاره مخکی له مخکی مجاهدین تیار کړی او روزلی وو. طالبانو ته الهام کیږی او د کفارو هره فتنه ورته به خپله برملا کیږی او حتی طالبان که خطا هم وکړی هماغه خطا ورله الله ج په رسا بدلوی.
    همدا د ابوظبهی د ایجړا ولیعهد د چاپلوسی دغه لوی فتنی ته وګوری چه د خپل بادار پمپو سره یی په بټه وړاندیز کړی وو او الله ج هغه نه یواځی طالب مجاهدینو پلکه ټولی نړی ته په ډاګه کړو جه [[[څوک رشتونی ترهګر دی ؟؟؟]]]
    به دی کار کی د غلامی او ایجړا غنی لاس او پښی هم ګدی شوی وی چه همدغو ورځو کی هلته تللی وو الله ج هغه هم رسوا کړو چه یو خبیث انسان دی که طالبانو ته په لاس ورشی او ناولتیاوو سره یی تیلو کی وسیزی هم پری کمه ده.

  • غمی پښتین صاحب سلامونه او نیکی هیلی کچیری هر شی د خبرو له لاری حل کیدای شوای نو د الله تعالی کتاب کی به اصلا د قتال لفظ نه و راغلی خبره دا ده چی مونږ د الله تعالی بندګان یو او د متعال خدای او د محمد رسول الله د حکم او فیصله په اساس به ژوند کوو او خپلی چاری به پر مخ وړو د نور صراحت لپاره مهربانی وکړی د مذاهب چهارګانه فقهی کتابونه ولولی چی لا زیات معلومات لاس ته راوړی دلته چی تاسو بسمل صاحب ته د شاروالی مثال راوړی خبره د شاروالی نده وروره دا مثال مو ډیر بی ځایه ورکړی دی زه یو مثال تاسو ته در کوم هیله ده چی جواب یی راکړی کچیری ستاسو کور ته غل داخل شی او ستاسو په ناموس تجاوز وکړی ته به ور سره مرکه کوی عذرونه به کوی او که په سر به یی په ګولی ولی او یا یی سر پری قلم کوی؟؟؟؟؟ وروره دلته خبره د حق د اخیستو ده او دلته خبره د الله تعالی د فرضو د ادا کولو ده حق یی دا دی چی اوسنی نظام او خارجی دوستانو یی د توپ او طیارو ټانکونو په زور د دوی څخه اخیستی او دا خاوره یی اشغال کړی که چیری تاسو سی ان ان او بی بی سی او نور اروپایی او آمریکایی رسنیو ته غوږ شی هغوی ډیر په صراحت د اشغال کلمه استعمالوی دا چی ستاسو په سترګو او غوږنو کومی پردی پرتی دی زه په نه پوهیږم ټول خارجیان دلته د رنګارنګ وسلو سره د افغانستان په هره نقطه کی داسی بی غمه ګرځی چی ته به وایی دا یی د پلار او نیکه ځمکه ده او چی د ټوپک شپیلی یی په هر چا را واړوله نو بیدون د محاکمه یی د خاورو سره خاوری کوی او چیری یی چی زړه غواړی بمباردونه کوی او مظلوم ملت (زاړه ښځی ماشومان په پوره بی رحمی په شهادت رسوی) دا ملت د په آرامه کینی او کاغذ او قلم د را واخلی او په دولتی مراجعو د ګرځی چی مشکلات یی حل کړی لعنت پدغه نظام دا پخپله کله صلاحیت او واک لری دوی د خارجیانو د اجازه پرته خبره نشی کولای دا به بیا د مظلوم ملت غږ آوری دا پخپله لیوان دی او همدغو آمریکایی بادارانو دلته ماموریتونه ورکړی تاسو عجیبه خبره کوی دا ستاسو ګناه نده وروره د ډیموکراسی سیوری در باندی لویدلی ځکه داسی خبری کوی لعنت د الله د وی پداسی نظام پداسی افغانیت او پداسی بی غیرته بی ضمیره وجدان چی نه د خپل یتیم اوښکی وینی او نه هم د خپلو کونډو او رنډو ویر آوری الله تعالی خپله غیرتی ‌ذات دی او غیرتی بندګان خوښوی مرګ هسی هم یوه ورځ راتلونکی دی نه یی څوک یوه لحظه مخکی کولای شی او نه یی هم شا ته کولای شی راځی سم د با غیرته او با همت مسلمان په حیث ژوند وکړو او چی پایله یی شهادت شی دا به نو د الله تعالی لوی احسان په مونږ ګنهګارو وی

    • ښی چاری احمد صاحب.
      تا لیکلی چه خبره د حق اخیستو او د فر ضو ادا کولو ده.نو د جوماتونو،مکتبونو،پوهنتونو.مارکیتونو ،بازارنو.کی چاودنی ،ځانمرګی بریدونو باندی کوم فرض ادا کوی؟او کومو فقهی کتابونو کی دا قتل روا بلل شوی؟او د قران شریف په کوم ایت کی یی دا چاودنی په موږ فرض دی؟
      بل دا چه پلونو الوزول مکتبونو لوخړه کول سړکونو څټ مخ اړول بزګر میله باندی چاودنی کول،کلنیکونه سوزول څخه ته کوم حق اخیستل غواړی؟
      اصلی اشغالګر ته نه وژنی،او نه هغه تا وژنی.ثبوت یی شیخ زاید دی چه امریکایانو ته یی وییلی چه ختم یی کړه .خو امریکا وزیر د قهره ورته شین شوی دی،
      همداسی طالیبان اصلی ځای ته نه ورځی،او نه د حق غوښتنه ورڅخه کوی.دا غریب فقیر عسکر معلمان مامورین محصلین ولسی خلکو باندی خپله سینه سړه وی.
      او دولت امریکا همداسی کوی.
      څو ورځی د مخه په ڼنګرهار کی په اذان ولاړ سپین ګیری موذن یی شهید کړ.نو د دموذن څخه یی کوم حق غوښت ؟په کومه فقه په کوم ایت یی دا فرض ادا کړل؟
      او داسی نور په زر ګونو مثالونه،حق او باطل باندی هر څوک پوهیږی،د وطن مینه هر چا سره شته.
      بل د کونډو رنډو یتمانو څخه د لیکلی دی،راځه چه حساب سره وکړو چه طالیبانو خلک ډیر کونډ یتیم کړی او که دا نورو؟
      پنځه څلویښت زره فقط غریب عسکر شهیدان شوی،د دځامرګیو قتل نور ور پسی.
      دا استخبارتی جګړه ده.پیچلی ده ،سوله ته دعا کوه.خپل لومنځ اودس دکوه

      • غمي ب###، دغه يادي شوي چاودني ټولي ستا داستخباراتو دملګريو له خوا رامينځ ته شوي او رامينځ ته کيږي، مرداره خوله دچوپه کړه ##. کاروان

        • کاروان ته.
          د حساب په ورځ به انشالله د ستا په دا مردار ګریوان کی ډیر د خلکو لاسونه وی.الله ج ډیر زر حساب کوونکی دی،

  • هر څوک چه په پشتو یا فارسی خبری کوو فکر کوو چه هغوی به خامخا افغانان او سسلمانان وی ، ټول یی ( په ځانګړی ډول د ساینسی او تکنالوژی د پرمختګ په دی دور کی ) له بده مرغه لمړی افغانان او مسلمانان نه دی او که دی دجالی میدیا یی زړونه او مغزونه پریمنځلی نومونه ، رنګونه ، کالی او ادبیات یی زمونږ د افغانانو او مسلمانانو مګر زړونه او مغزونه یی د نورو دپاره کارول کیږی د هغوی د پاره چه زمونږ سمه، غرونه او دشتونه یی په ټانکو، الوتکو او نظامی مهماتو ډک او مونږ بمباردوی او هر څه مو لوت کوی.
    په هر صورت، اوسنی استعمار مونږ ځانله په مرمیو نه وژنی شیطانی میدیا یی تر مرمیو ډیره اغیزمنده ده چه به مت یی هماغه مظلوم اولس چه مونږ یی د دفاع کولو هڅی لرو زمونږ په ضد کاروی. نهه نوی سلنه میدیا خو یی خبل ملکیت او یا دوی رشوت ورکوی چه د دوی د پاره له سپینه تور او له توره سپین جوړ کړی او د نن ټکی اسیا په شان بیطرفو افغانی او اسلامی پاڼو ته هم به یوه او بل نوم ځینی نابوهه یا بی ضمیره افغانان د وایروسو به شا رااستوی جه زیاتره یی د کابل د غلامی اداری لوړبوړی او منځپوړی چارواکی او پلویان ګر ځینی پکی هماغه د اشغالګرو ژباړن دی یعنی پشتو او فارسی یی زده کړی یو افغانی نوم په ځان ږدی او زمونږ ملی او اسلامی لیکنی بدرنګه او بدخونده کوی .
    زما په اند، دا ددی بیطرفو پانو د چلوونکو دنده ده چه د بیمورده او مضرو لیکنو ،تبصرو او تبصره کونکو مخه ونیسی صرف دومره به وی چه د دی پاڼی په ضد به وایی چه دا پاڼی بیطرفه نه دی خو مونږ چه کله د اشغالګرو افغانی میدیا ته لیکنی او یا تبصری لیږو نه یی خپروی او نه یی دلیل راته لیکی مګر د نن ټکی اسیا پاڼی چلوونکی ورونه ډارن دی یواځی د کنځلو لغاتو باندی خطونه کش کوی او بس چه تر اصل کنځلو هم بده نتیجه لری هغه کس فکر کوی چه ماته هر ډول کنخلی شوی دی.
    زما وړاندیز منورو او رشتونو افغانانو ته دا دی چه د نن تکی اسیا له چلونکو ورونو څخه په ګډه هیله وکړو چه د دا ډول وایروسو تبصری نه خپروی او که یی خپروی مونږ یی نادیده او ناخوانده وګڼو که څه ورته لیکو هغوی هم ورته خبری نوری او به جلا نومو نوری او نوری لیکی څومره چه ډیری وشاربل شی په هماغه کچه د ډیرو غوږو ته رسیږی ښه لیار یی دا ده چه که دغه کسان زباړن او رباطان نه وی دعاوی ورته وکړی چه روغتیا تر لاسه کړی او که نه، ځواب مه ورته لیکی او یا کم ځوابونه ورته ولیکی مننه