ولسمشر اشرف غني ته د زرمت د محصلینو لیک

د ملي وحدت دحکومت مشر جناب ډاکټر اشرف غني صاحب

سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ!

هیله ده چې روغ او جوړ به یاست، شپه به مو ښه په ارامه تېره کړې وي. نه به مو چا دروازه در ماته کړې وي او نه به یې په نیمه شپه ماشومان درچغولي او زلمي زامن له بسترو ولاړ کړي او په مرمیو غلبیل کړي وي. موږ او زموږ ولس خو دا ډیر زمانه د آرام ژوند له نعمته محروم یو. دا خط درته په داسې حال کې لیکو چې د خارجي او داخلي عسکرو په کشتار او بمبار کې شهید شوي ګڼ شمیر معصوم زلمیان او ماشومان مو همدا اوس د ګور خاورو ته سپارلي او لا مو له غمځپلیو څیرو د هدیرې ګردونه نه دي څنډلي.

ولسمشره!

د زرمت نوم خو به دې اوریدلی وي. د پکتیا ولایت تر ټولو پراخه ولسوالي چې شاوخوا درې لکه خلک په کې ژوند کوي. دا ولسوالي چې د نفوس او مساحت په حساب د پنجشیر او کاپیسا تر ولایاتو لویه ده. په تیرو اتلسو کلونو کې یوازې د بمبار او کشتار سهم پوره ورکړل شوی او خلکو ته یې د دموکراسۍ له خیراته یوازې د چاپو، پوځي عملیاتو او ډرون بریدونو برخه رسیدلې. په هرحال . . . د زرمت خلک، له تاسو د ډالرو پنډې او ها د چا خبره (شهروندي حقوق) نه غواړي. د هغو حقوقو ادرس او مستحقین خو تا ته هسې ښه درمعلوم دي. خو که اجازت وي او خاطر مو نه درنیږي موږ یوه بله عریضه راوړې ده.

موږ د زرمت خلک یوازې د ژوند حق غواړو. د ساه اخیستلو او په خپل کور او جومات کې د څو ورځې آرام ژوند کولو حق. اوس خو وضعیت دادی چې ستا دحکومت په سایه کې موږ ته د ژوند حق نه راکول کیږي. زموږ خاموش قتل عام له څو میاشتو راهیسې روان دی. موږ په تدریجي مرګ مرو، نن  یې احمد اکا له خپلو څلورو زامنو سره ویشتلی، پرون یې محمود ویشتلی او سبا د حامد د کورنۍ نوبت دی. همدا زموږ  ژوند دی.

که د تیرو کلونو له بمباریو، قتلونو او جګړو راتېر شو، نو په تیرو څو میاشتو کې یو ځل د ضربتي عسکرو لخوا تر پنځوس زیات عام خلک د طالب په نوم ووژل شول او بیا سپیشل فورس عسکرو په تکرار سره مکملې کورنۍ تباه کړې. په تیر اوړي کې د ضربتیانو په نوم عسکر د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه ورګډ شول او له یوې مخې وژل اوویشتل یې شروع کړل. لو کوونکي یې د غنمو په پټیو کې ویشتلي وو، خټګر یې د خپل کار ځای تر څنګ خیمه کې شهیدان کړي وو او د شملزو د کلي څو ځوانان یې د خپلو میندو دسترګو تر مخ چارماري کړل. وروسته چې امریکایي الوتکو بمبار وکړ نو یوه مکمله کورنۍ یې میرات کړه.

اوس د ژمي د موسم له رابریدو سره یو ځل بیا د زرمت د خلکو قتل عام زور اخیستی. همدا تېره جمعه( د مارچ په پنځلسمه)نیمه شپه خارجي او داخلي عسکرو د زرمت ولسوالۍد سهاکو د سیمې په هیبت خیلو کلي هجوم ورووړ، د څرخکو او الوتکو غومبر آسمان په سر واخیست. خلک چې هر ځل یې په داسې چاپو کې زلمي زامن وژل شوي وو، ځکه وارخطا شول چې هر یوه فکر کاوه چې اوس به یې عسکر په کور ورننوځي او وژني به یې. خو وروسته عسکر د یوه بیچاره کلیوال حاجي بهرام په کور ورننوتل. د هغه درې زلمي زامن محمد انور، شاه ګل او اجمل چې یوه یې د انجنیري له پوهنځي فارغ، بل معلم و او دریم د پوهنتون محصل و. درې واړه زلمیان یې له بسترو راولاړ کړل. د کور په منځ کې یې دیوال ته ودرول او بیا یې له سپین ږیري پلار سره یو ځای چارماري او شهیدان کړل. عسکرو دوی ته دا هم ونه ویل چې په کوم جرم یې وژني ځکه د دوی په کور کې نه طالبان و او نه کوم بل د جرم ثبوت، عسکر چې د بهرام اکا له کوره وتل نو د هغه سراچه موټر یې هم وسوځاوه. په همدې کلي کې ستا د حکومت عسکر یوه بل کور ته ورننوتل، د عبدالهادي په نوم یو ځوان یې په خپله کوټه کې وویشت او وروسته یې کوټې ته لاسي بمونه وروغوځول چې بې روحه جسد یې ټوک ټوک شي.

عسکرو دهیبت خیلو په کلي کې د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړې، د حاجي لعلګي بیټک( مهانخانه) یي ونړوله، د احمد جان یې مکمل کور تخریب کړ دملا عبدالصمد یې د کلا دیوال ور ړنګ کړ او نور یې هم ډیرو خلکو مالي تاوانونه ورسول. عسکر د دې وژنو او تخریب له سرته رسولووروسته، بیرته لاړل. د سیمې خلک چې درسته شپه یې ویښه تېره کړې وه، سهار د چارواکو تر غوږو د فریاد رسولو لپاره یې شهیدان په موټرو کې بار کړل او ګردیز ته لاړل. خو په ګردیز کې یې هم چا فریاد وانه وریده. خلک لا د هیبت خیلو له غمیزې نه و اوزګار شوي وو، چې له ګردیز نه د سهاکو په لار دوه تنه موټر سایکل سپاره ډرون طیاري وویشتل. د پاټک د کلي خلکو دغه زخمیان مسجد ته راوړل. کلیوال ورباندې را ټول شول خو شیبه وروسته په مسجد بمبار وشو، شپږ تنه کلیوال په دې بمبار کې شهیدان او پنځه نور ټپیان شول. په شهیدانو کې یو پلار او یو یې ځوان زوی هم و چې بل زوی یې مرګونی ټپي او تر اوسه د کابل په ایمرجنسي کې پروت دی. دغه راز یوه ماشومه نجلۍ چې زخمیانو ته یې له کوره شیدې را اخیستې وې هم شهیده شوه.

ولسمشره!

موږ نه پوهیږو موږ په کوم جرم د داسې مسلسل قتل عام سزاوار بلل شوي یو. که خبره دا وي چې په زرمت کې طالبان دي، نو طالبان خو په ټول افغانستان کې شته، د طالبانو مخه خو د ناټو او ایساف ځواکونه له ټول قوت سره نه شي نیولی نو زموږ بیچاره خلک به یې څرنګه مخه ونیسي. دا به پر ځای خبره نه وي چې د طالبانو په ختمولو کې ستاسو د ناکامۍ بیه موږ عام خلک پرې کوو. او د هغوی انتقام له موږ اخیستل کیږي.

تاسو یو بې طرفه پلاوی تعین کړئ او یو ځل پوښتنه وکړئ چې په زرمت کې د تیرو څو میاشتو په بمبارونو کې څوک وژل شوي دي؟ ثابته خبره ده چې دلته یوازې ولسي خلکو ته زیان اوړي. په تیرو څو میاشتو کې په زرمت کې پنځلس تنه یوازې محصلین چې په دولتي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت و وژل شوي دي. درې تنه د سورکۍ د سیمې، درې تنه د سهاکو د شملزو د کلي، دوه تنه د مینځو د ایمني خيلو د کلي څلور تنه د سهاکو د منګلانو د کلي، درې تنه د سهاکو د هیبت خیلو د کلي دغه راز دوه تنه بر حال معلمین چې د دولت د معارف وزارت رسمي کارکوونکي وو هم په چاپو کې وژل شوي دي. وژل شوي محصلین ټول ځوانان دي چې عمرونه یې تر ۱۸ کاله لوړ او تر ۲۸  را لاندې دي. په یوه ولسوالي کې د دومره شمیر محصلینو وژل له شک پرته لویه فاجعه ده. دا چې په دې عملیاتو کې څومره عام وګړي، بزګران، قومي مشران، ماشومان او سپین ږیري وژل شوي، څومره کورونه او  مسجدونه نړول شوي، د خلکو څومره شتمنۍ لوټ شوې او څومره موټر، موټر سایکل، د لمریزې بریښنا وسائل او نور قیمتي اجناس سوځول شوي او تخریب شوي هغه خو له حساب تېره خبره ده.

ولسمشره!

زموږ سیمه یو ځل د شورويانو د یرغل په وخت کې په مکمل ډول تباه شوه او نوي فیصده خلک یې کډوالۍ ته اړ شول او اوس یو ځل بیا له تباهۍ سره مخ ده. د پوځي عملیاتو په نوم بې دریغه وژل او تخریب روان دی. نه د چا کور په امن دی او نه مسجد، کلینک او دوکان. د عملیاتو په نوم مخپټي عسکر په نیمه شپه راځي او خلکو ته زیان اړوي. د سیمې اوسیدونکي اوس دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي. خلک له ژونده بیزاره دي او دې ته منتظر دي چې کله به یې په کور چاپه لویږي او د طالب په نوم به چارماري کیږي.

د زرمت ولسونه ستا له حکومت نه بل هیڅ شی نه غواړي. دا چې د زرمت خلک په تیرو اوولسو کلونو کې حکومتي چارواکو څرنګه بیا بیا تیر ایستلي یو اوږد جریان دی. د زرمت د سرک بیا بیا افتتاح کول، قرادادونه، اختلاسونه او د خلکو په باورونو لوبې خو هسې له موږ تاته ښه معلوم دي. زموږ اوسنۍ غوښتنه دا ده چې که دې په وس کیږي. په دې غمځپلې سیمه کې را ګیر انسانان له تباهۍ وژغوره. لږ دې په پوځي قومندانانو او چاپه وهونکو غږ وکړه. چې د قتل او لوټ تالان روان بهیر ودروي. د ظلم او زیاتي چاړه نور د دې اولس تر هډوکې رسیدلې او نور یې تاب نه لري.

د زرمت محصلین د خپل اولس په نمایندګۍ دا غږ تر تاسو رسوي. ځکه محلي چارواکو د والي او ولایتي شورا په ګډون زموږ په ستونزو هیڅ غور نه دی کړی. په پارلمان کې خو هسې د زرمت وکیل نشته چې د خلکو فریاد پورته کړي.

په درناوي

د زرمت ولسوالۍ د محصلینو لخوا

۱۳۹۷/۱۲/۲۹ هجري لمریز کال

تبصرې (3)

  • غنیګی بیچاره د تشناب تلو اختیار نلری، دبی بی ګلی سرو د لیدو اجازه باید ولری. ستاسی غیرتی قوم فریاد دی الله(ج) واوری. بس یو الله(ج) ته زاری او دوعاوی کوی. اواستغفارډیرډیر وایا ست، چی همدا استغفارویل لویه نخسه ده.

  • وکتل شو
    دزرمت دپېښې عاملین دې سمدستي ونیول شي
    دوسلوالوځواکونو داعلی سرقوماندان په حیث همدااوس امرکوم چي تردې وروسته شپني عملیات په خورادقت ترسره شي دپېښې په ځای کې دې هیڅ نیول شوی کس نه وژل کېږي بلکه عدلي اوقضایي ارګانونوته دې وسپارل شي
    دمساجدو او مدارسوله ړنګولو نه دې جداٌ ډډه وشي بلکه له وعدې سره سم دې دارګ اوجومات ترمنځ فاصله یوګام شي دلته ارګ دلته جومات
    دسولې پنځه کلن پلان دې همدااوس بدل شي بلکه که ایماسرهم لاړشي همدااوس دې اي سولې امکانات برابرشي
    دسولې غوښتونکي ملي شخصیتونه دې تردې وروسته نه وژل کېږي اونه دې یې په کورونو چاپې وهل کېږي

    دافغانستان ۱۷ مشر زرګل زرکلن
    امضاء