کاپيسا: طالبانو نجراب کې ۴۵ پوستې سقوط کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): طالبانو د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو ۴۵ پوستې نيولي او ۳۱ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کاپيسا ولايت نجراب ولسوالۍ په افغانيه، غَین او پچغان درو کې په دولتي پوستو بريدونه شوي دي چې په نتيجه کې يې ۴۵ پوستې سقوط شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې سيمو کې له تېرو پنځو ورځو راهيسې بريدونه روان وو چې نن سهار پای ته ورسېدل او يادې پوستې ټولې سقوط شوي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې بريدونو کې ۱۸ تنه دولتي عسکر هم وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپيان دي او ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې هم نيول شوي دي.

نوموړی وايي چې يادې نيول شوې سيمې ټول ۱۲۷ کلي لري چې ټول يې اوس د طالبانو په ولکه کې دي او له سيمې نه امنيتي ځواکونه تښتېدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د