دوهم تعقيب: د هلمند غبرګو چاودنو کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): په هلمند ولایت کې د بزګر د ورځې د لمانځنې د مراسمو په غونډه کې دوه غبرګو چاودنو د څو لوړ پوړ چارواکو په ګډون پنځه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې په دې پيښه کې د هلمند د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت او يو بل سرتيری وژل شوی دي او د سرحدي لوا د قومندان ظاهر ګل مقبل په ګډون ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

تر دې وړاندې په دې چاودنو کې د هلمند د والي او د هغه د مرستيال د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی و خو دولتي چارواکي يې په اړه څه نه وايي.

يوې سرچينې اريانا نيوز ته ویلي دي چې په چاودنو کې د هلمند د سرحدي لوا قومندان، د ولايتي شورا رئيس، د ولايتي شورا مرستيال او ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر هم ټپيان شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

د بزګرانو په میله کی مو چاودنی کړې بیا افتخار هم کوی چی دومره مو وژلی او دومره نور زمونږه خپل افغانان زخمیان دي. #####

پتنګ
میلمه
پتنګ

دا خو ستا دبادارانو شعار دی غاښ په غاښ ستر ګه په ستر ګه او سر په سر !!

لونګ
میلمه
لونګ

ملکی کسان مو شهیدان کړل صرف د یو څو چارواکو په خاطر. ### مو پداسی## شه چی تاسی یی کوي.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

څوک نه پوهیږی چي خلیل زاد زما زوی د طالب سره په دوو اووه نیزو چنو وهلو کی ولی پدې ندی بریالی سوی چي طالبان ددې ډول ړندو حملو د کولو څخه نهی کړای شی او پدې هم څوک نه پوهیږی چي طالب ( که ئې دا حمله تر سره کړې وی) څنګه دا خونړې حمله توجیه کولای شی.
پسرلی د نیالګیو د غرس موسم دی نه د قبرونو د شنیختی د رپولو موسم البته قتل په هر موسم کی حرام دی.

Karwan
میلمه
Karwan

غ حضرت او لونګ، باورلرم چه تاسي دواړه له مانه په حقيقت ښه پوهيږي، امامتاءسفانه چه غوږونه مو کاڼه او سترګي مو ړندي دي او دځو دالرو لپاره هسي ناوړه تبليغات کوي او پاک خلک تورنوي، چه قتل کوي، دا او هغه کوي. زه به يو مثال راوړم، هغه وخت چه دهوانه د شاه شهيد په منطقه بم ولويده اوځمکه ئي ډيره کندلي وه ، خلک پکشي قتل شول او زيات مالي زيان خلکو ته ورسيده. هغه وخت هم تاسو تور لګاوه چه داکار طالبانو کړي، ترڅو چه پيرګيلاني په تلويزوني مرکه کي واضح مثال راوړچه موتربم ځنګه منطقه خرابوي… نور لوستل »