نن ټکی اسیا

دوهم تعقيب: د هلمند غبرګو چاودنو کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): په هلمند ولایت کې د بزګر د ورځې د لمانځنې د مراسمو په غونډه کې دوه غبرګو چاودنو د څو لوړ پوړ چارواکو په ګډون پنځه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې په دې پيښه کې د هلمند د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت او يو بل سرتيری وژل شوی دي او د سرحدي لوا د قومندان ظاهر ګل مقبل په ګډون ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

تر دې وړاندې په دې چاودنو کې د هلمند د والي او د هغه د مرستيال د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی و خو دولتي چارواکي يې په اړه څه نه وايي.

يوې سرچينې اريانا نيوز ته ویلي دي چې په چاودنو کې د هلمند د سرحدي لوا قومندان، د ولايتي شورا رئيس، د ولايتي شورا مرستيال او ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر هم ټپيان شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی.