هلمند کې طالبانو د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه نيولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): طالبانو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه نيولي دي او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مجيد چوک او مبايل خادې سيمو کې په امنيتي مرکزونو بريدونه شوي دي چې په نتيجه کې یې د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه نيول شوي دي او ۵۲ تنه عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې په دې بريدونو کې يې له امنيتي ځواکونو څخه ګڼ شمير سپکه او درنه وسله هم نيولې ده.
نوموړی زياتوي چې په امنيتي پوستو بريدونو کې يو تن طالب هم ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو ۴۵ پوستې سقوط کړي دي او تر سلو زيات کلي يې په خپله ولکه کې اخيستي دي.

د هلمند امنيتي مسؤلينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تبصرې (3)

  • په داسې حال کې چې طالبان هم مسلمان او دولتي عسکر هم مسلمان دې، طالبان هم له کفارو سره اړیکي لرې او دولت یې هم لرې، نو بیا ددې جګړي کوم شرعي جواز شته؟

    د خدای په خاطر دې فساد ته جهاد مه وایاست دا جهاد نشې کیدلی

  • نصر من الله و فتح القریب، په بل ځای کی فرمایی ، کله چه د الله ج نصرت راځی په جوپو جوپو خلک به د الله ج په دین کی ننوځی، دغه وخت دی چه مسلمانان او به ځانګړی ډول مشرتابه باید د الله ج پاکی ووایاست او توبی وباسی ( یعنی د ښو او بدو په بیلولو کی محتاط و اوسی ). زه باور لرم چه طالب مجاهدین د الله ج له خوا استخدام شوی د الله ج له خوا ورته روزنه ورکړی شوی د الله ج له خوا تمویل، تجهیز او قومانده ورکول کیږی نو د دنیا هیڅ بشری طاقت یی مخه نه شی نیولی.
    الله ج ورته د روزنی د پاره په همدا یو ایت ( ولا تخافو و لا تحزنو انتم الاعلون ان کنتم مومنین ) بسنه کړی یعنی د دوی د بریا د پاره یی ایمان تر ټولو لمړی شرط ټاکلی او کله چه څوک ایمان ولری نو د دشمن څخه دی خوف او حزن نه لری او دا د الله ج ژمنه ده څه چه وایی او څه چه کوی هغه نه بدلیږی او نه یی څوک بدلولای شی.
    د دی پاڼی څخه یوه پوشتنه :
    دومره لوی خبر چه په سنګین ولسوالی کی دوه لوی امنیتی مرکزونه او تر پنځوسو زیات بکی وژل شوی او بل ځای کی ۴۵ پوستی او تر سلو زیات کلی پکی نیول شوی چه تر سلو زیات مرګ ژوبله لری مګر تاسی هغه خبر تر اوسه نه دی خپور کړی دا لمړی ځل دی چه په وروستی خبر کی د مخکی خبر یادونه شوی ده

    • وروره ته په کوم دلیل هغه آیاتونه چې د کفارو په مورید کې نازل شویدې پر اهل قبله کلیمه ګو مسلمان تدبیقوي او حال دا چه په افغانستان کې جنګیدونکې ډلې ټول مسلمان دې په ذات بیني سیاسي شخړو کې ښکیل دې او ټولې ډلې له غیر مسلمو قوتونو سره پټې او ښکاره اړیکې لرې.
      نو آیا په داسې حالاتو کې دا په خپل ایمان ملنډي وهل نه دې چې الله جل شانه کلام تحریفوي او له خپلې خیټي تاویلات پکښې کوې؟