شعـــــرونه

د غره لیوه او د خان سپی

عمادالدین پژمان

ځینې ریښتیا لکه د غرونو لیوان
وږې زغملی شي او تږي ګرځي

د بل احتیاج د بل منت نه مني
د بل قانون د بل دولت نه مني

مدام آزاد او هسکه غاړه ګرځي
سرې سترګې ګرځي خو له ویاړه ګرځي

 

ځینی بیا سم لکه د خان خډلان
سترګې ېې خښې وي د خان په سترګو

بوڅ ېې غوږونه وي لکۍ ښوروي
د بادار هر امر فرمان په سترګو

ورور او خور نه پيژني خان پيژني
لری کولمې او دسترخوان پيژني

ضمیر چې نه لري عماد پژمانه
د سپي په ژوند به ګرځي ښاد پژمانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x