
د کافي څښلو «پنځه» حیرانونکې ګټې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری، ۱۳۹۸ل): د جاپان هېواد پوهانو د ځانګړو څيړنو له لارې ثابته کړې ده چې کافي د داسې بېلا بېلو موادو څخه برخمنه ده کوم چې د پروستات سرطان ته وده ورکونکي مادې سوکه او ورو کوي، خو دا د کافي څښلو یوزاینۍ ګټه نه ده بلکې یو شمېر نورې ګټې یې په لاندې ډول دي:
د الزایمر ناروغۍ څخه مو ژغوري
د امریکا په تامپا کې د الزایمر یا هیریدلو ناروغۍ څیړنې مرکز پوهانو ثابته کړې چې د کافي څښل انسان د الزایمر ناروغۍ څخه ژغوري، د پوهانو د وینا سره سم کافیین د مرکزي اعصابو سیستم د هغه موادو چې دې سره اړخ نه نیسي او د وینې له لارې اعصابو ته رسیږي په مخنیوي کې مرسته کوي.
ددغو څیړنو پایلې څرګندوي چې د ورځې درې پيالې کافي څښل په انسان کې د الزایمر ناروغي ۶۵سلنه کموي.
د زړه روغتیا سالمه ساتي
د هارورډ پوهنتون د طب پوهنځي په ترسره شویو څیړنو کې ویل شوي؛ هر هغه څوک چې د ورځې تر درې پیالو کافي څښي د زړه په ناروغۍ کم اخته کیږي، دوی د څيړنو پرمهال ویلي چې کافي څښونکي يې د زړه په ناروغۍ اخته کم موندلي دي.
د ګوتو «نقرص» ناروغۍ مخنیوی کوي
د هارورډ پوهنتون د طب پوهنځي پوهانو د کافي څښلو د ځانګړتیاو څخه یوه ګټه دا په ډاګه کړې چې په کافي څښلو سره د ګوتو ناروغۍ کې د لا زیاتې ودې کولو مخه نیول کیږي، د ګوتو ناروغۍ ته «نقرص» هم ویل کیږي چې له کبله یې ګوتې دردیږي، بندونه یې ماتیږي، کګیږي او یا هم پړسیږي.
د شکر ناروغۍ مخه نیسي
د ډنمارک آرهوس پوهنتون پوهانو ثابته کړې چې د کافیستول «Cafestol» کافي (د کافي یو نوعه ده) په بنکریاس کې د انسولین په تولید کې مرسته او مثبت اغیز کوي، نو د کافي څښل د شکر ناروغۍ دویم ډول څخه ژغورلو کې مرسته کوي.
کافي عمر زیاتوي
د سویلي کوریا ایهوا پوهنتون پوهانو کشف کړې چې کافي څښل د کولجین «Collagen» پروټینو له منځه تلو مخه نیسي کوم چې د پوستکي په نرمښت، تازه او لچکدار ساتلو کې مرسته کوي، همدا ډول د برتانیې پوهانو ویلي چې کافي څښل د عمر په تیریدو سره د بدن عضلات پیاوړي کوي.
کافی چشی ده که ایروان شه به وی منه
کافی چی
شی ده که لیژراته واضح کری شه به وی مننه
کافی: قهوه