نن «شنبه» د هند غوره لیګ سیالۍ پېل کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری، ۱۳۹۸ل): نن د شنبې په ورځ چې د مارچ میاشتې له ۲۳مې نیټې سره سمون خوري د هند غوره لیګ دولسم پړاو سیالۍ پېل کیږي.

په لومړۍ ورځ به د یو لړ افتتاحي مراسمو څخه وروسته د ایم ایس دهوني لوبډلې «چینایي سوپر کینګز» او د ویرات کوهلي لوبډلې «رائل چیلنجر بنګلور» ترمنځ سیالۍ ترسره شي، دغه سیالۍ به د افغانستان پروخت د ماښام په ۷ بجې پېل شي.

https://twitter.com/IPL/status/1109378893646086144?s=19

افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن د خپلو لوبډلو سره یوځای شوي دي، چې محمد نبي او راشد خان به د سنرایزز حیدراباد او مجیب الرحمن به یو وار بیا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې په ګټه ولوبیږي.

د هند غوره لیګ سیالیو کې به ۸ لوبډلې ټولې ۶۲ سیالۍ په ۳۶ ښارونو کې ترسره کړي چې ۵۱ ورځې به دوام ولري، خو په هند کې د ولسمشریزو ټاکنو له کبله تر اوسه لا هم د سیالیو مهالویش بشپړ او کره نه دی او د بدلیدو امکان یې هم شته.

د ۲۰۱۸م کال هند غوره لیګ جام د چینایي لوبډلې د حیدر اباد لوبډلې ته په ماتې ورکولو خپل کړی و، په یاد جام کې زیاتې منډې کین ویلیمسن «۷۳۵» جوړې کړې وې، زیاتې «۲۴» ویکټې استرالیاوي توپ اچونکي انډري ټای اخیستې وې چې راشد خان د «۲۱» ویکټو سره په دویم او مجیب ځدران چې یوازې ۱۱ سیالۍ یې ترسره کړې وې «۱۴» ویکټو اخیستلو سره په ۱۳م نمبر و.

په دغه سیالیو کې به راشد خان او محمد نبي خپله لومړۍ سیالۍ سبا د یکشنبې په ورځ د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي، چې مجیب به خپله لومړۍ سیالۍ د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۵مه د راجستان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د