
افغانستان
د ولسي جرګې غړی عبيدالله بارکزی وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د د کندهار ښار په شپږمه حوزه کې نامعلومو وسله والو د ولسي جرګې په غړي عبيدالله بارکزي بريد کړی دی او وژلی يې دی.
نوموړی په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی و.
د کندهار امنيتي چارواکو د نوموړي وژنه تائيد کړې ده خو په اړه يې نور څه نه دي ويلي.
د پيښې له ځای څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې نوموړی له موټر څخه د ښکته کېدو په حال کې و چې دوه تنو موټر سايکل سپرو پرې ډزې وکړې او له سيمې وتښتېدل.
د کندهار د پولیسو رسنيز مسوول احمدشاه احمدزی وايي، پېښه نن شاوخوا درې بجې شوې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د عبيدالله بارکزي په وژنه کې طالبان لاس نه لري.
تر اوسه په بارکزي د وسله وال بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
ارواح ښاد او خدای بخښلی بارکزی یو رښتینی مسلمان او په هېواد مین پښتون افغان وو. روح یې ښاد او په جنت کې. شرمېدلي دې وي د هغه تور مخي قاتلان او د هغوی ملاتړي. د قاتلانو ځای به یې جهنم وي. انشاالله
بارکزی صاحب دې الله ج وبښي
زما یوه هیله ده هغه کسان چي دسولې غوښتونکي دي که امکان ولري دسولې ترراتګ پورې له هیواده ووزي ترڅودسولې ددښمنانو لخوانه ترور نه شي
په حقیقت کی د بارکزی وزنه د دی دولت یوه لاس ته راوړنه ده او ښی چه د خپل قدرت د ساتلو دباره هرڅه ته تیار دی او د اوبو پر مخ نوشته د بیان آزادی تر نامه لاندی مخالف نظر او انتقاد باید څوک په خپلو وینو رانیسی او اوس وګورو چه حوک یی فاتحی ته راځی او ځوک ورپسی زاړی او څوک یی نژدی د فامیل غړو ته لاس به نامه دریږی. ګه حه بارکزی ددی حکومت نژدی کس وو. مګر به دا اخیر کی یی څه غټی خبری وکړی. او قاتیلین به یی اوس يه يوه خونده… نور لوستل »
محترمه په سه شی به بحث وکوو خو جنگ او جدلاو وژنی دی
ان لله و ان الیه الرجعون، الله ج د جنتونه ورکړی.او وارثانو ته د الله ج د زړه صبر ورکړی،د ترهګرو دا لومړی او اخری حمله نه ده. ترهګر په هیڅ کوم دین مذهب پوری تړلی نه دی.روڼ مثال یی دا چه.د حضرت عثمان رض قاتل عبدالرحمن بن ملجم د قران شریف استاد وه.او ځان یی هم مسلمان ګڼه .خو حضرت عثمان رض یی د قران شریف لوستلو په وخت کی شهید کړ. د حضرت عثمان رض د شهادت په شان واقعی په زرګونو ځلی افغانستان کی تکرار شوی، څوک په لمونځونو ولاړ شهیدان شول.څوک په اذان کولو .نو فرق… نور لوستل »
بارکزی صیب دالله پاک وبخشي که څه هم هغه دحکومت په چوکاټ کې کار کاوو خو ځینی خبرې به یې سپينې کولې او فاسد دولت به یې غانده ! دا هم دلنډغرانو کار دی چې برکزی یې مړ که !
بارکزی په اوایلو کی د طالب مجاهدینو سره د کابل د نورو غلامانو به شان دشمنی ښودله او د طالب مجاهدینو په ضد یی څرګندونی لرلی تر دی چه یو زوی یی هم د طالبانو یا نورو له خوا ووژل شو له هغه وروسته بارکزی تر هغی لږ غوندی چوپ پاتی شو چه ګلبدین له باګرام څخه دارالمان ته نقل مکان وکړو، فکر کوم د ګلبدین سره هم هغه ژمنی چه شوی وی ټولی عملی نه شوی بارکزی د کابل د غلامانو او اشغالګرو په ضد څه ناڅه څرګندونی پیل کړی په ځآنګړی ډول په دی اواخرو کی یی دا… نور لوستل »
ښه سړی نه حکومت غواړی او نه هم ### طالبان.
نو څوک غواړي ؟ پخواني خلقیان او پر چمیان او که غربي غوړ کوني او غوړ مخي غربي سیکولران !! طالب یو نورم دی که نورم نوي نو څه شی نه جوړیږي !!