ډیر ګرم چای څښل د «مرۍ» سرطان لامل کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ولس په ځانګړي ډول د شین چای څښلو عادي دی، خو ستونزه دا وي چې ډير ګرم چای څښي، او په دې اړه پوهانو خبرداری ورکړی چې ډير ګرم چای څښل د مرۍ سرطان سربېره د یو شمېر نورو ناروغیو لامل کیږي.

نوې څيړنې ښيي چې ګرمې اوبه، چای، کافي او یا نور څښاک چې د تودوخې درجه یې له ۶۰سلنه لوړه وي، په انسان کې د خولې، ستوني/مرۍ، حنجرې، وچې غاړې او د هغه نل چې معدې ته غذا رسوي ناروغۍ رامنځته کوي.

پوهان وایي هغه کسان چې د ورځې درې پیالې ګرم چای یا کافي څښي او د تودوخي درجه یې له ۶۰سلنه زیاته وي ددغو ناروغیو ګواښ یې ۹۰سلنه زیاتیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر اساس باید د چای څښلو پرمهال یې د تودوخي درجه په نظر کې ونیول شي چې له ۶۵سلنه کمه وي، خو که چیرې دغه درجه له دې تر ۷۵سلنه زیاته وي د سرطان ناروغۍ ګواښ زیاتوي.

ایراني پوهان هم په یوه خوله دي چې کافي یا ګرم چاکلیټي څيزونه څښل د غذا د نل سرطان لامل کیږي.

د معدې پوه ډاکټر او څیړونکي فرهاد اسلامي ویلي: زیاتره خلک د ګرم چای، کافي او نور څښاکو څخه خوند اخلي، خو ډیر ګرم څښاک د ستوني یا مرۍ د سرطان ګواښ زیاتوي، په همدې ډول پوهان مشوره ورکوي چې څښونکي دې تر هغې انتظار شي تر څو له چای څخه ګرموالی کم شي.

پوهان په دې باور لري چې ګرم څښاک کول مرۍ زخمي کوي چې د انفیکشن ښکار کیږي او په دې سره شته کیمیاوي مواد راژوندي کیږي چې د مرۍ سرطان رامنځته کیدو لامل کیږي.

دوی زیاتوي؛ هر هغه کسان چې عمرونه یې شاوخوا ۶۰ کاله یا زیات وي ددغه سرطان ژر ښکار کیږي، ځکه چې دوی د هاضمي سیستم، اشتها نه درلودل، د وزن کموالی یا کمزوري، د خیټې او ملا په پورتنۍ برخه کې ستونزې لري چې له کبله یې د ګرم چای څخه رامنځته کیدونکو ستونزو مخنیوی نشي کولای.

همدا ډول پخوانیو څیړنو ښودلې چې د ګرم چای څخه پورته کیدونکی لوګی تیرول د پوزې او نور بدن نه د وینې تویېدو ناروغۍ رامنځته کوي، که داسې وشي باید تر څلوریشت ساعتونو چای ونه څښل شي تر څو رګونه په سمه توګه خپل کار له سره پېل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د