شعـــــرونه

لکه بهار…..

سپين کوچی

مُسکی مې شي د زړه د ګل پرهار، لکه بهار
مُسکی چې راته سترګو کې شي یار،لکه بهار

کوڅې د جلال کوټ دې هسې نه دي نارنج ګله!
وږمو چې دې په سر اخیستو ښار، لکه بهار

ځواني څه ؟ بس د ژوند یو څو رنګینې شان شیبې دي
شي تیر ، چې کړې ،ایله د ګوتو شمار، لکه بهار

خیر اوس د غریبۍ خزان ځپلې یم،سپیره یم
خیر رابه شي زما د حسن وار، لکه بهار

شي سپک مې پرې د زړه پر اوږو بار د غمو پیټی
چې مُسک راشي پرمخ یو څوک پر لار، لکه بهار

چې چا پر موږ د حُسن د غرور راج چلولی
وهلی بیا د خپل ښایست ازار، لکه بهار

ستا خیال لکه سپرلی، له خندا شین راشي کوچیه !
د زړه پر دښته خور مې شي اوار، لکه بهار

سپين کوچی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x