بارکزي تر وژل کېدو مخکې د خپل مرګ وړاندوینه کړې وه / ویډیو

عبیدالله بارکزی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): د عبیدالله بارکزي یو صوتي کلیپ نشر شوی چې په اړه یې ویل کیږي درې ورځې تر مخه یې د یو چا سره خبرې کړي او په هغه کې يې د خپل ځان د هدف ګرځېدو په اړه وړاندوینه کړې ده.

نوموړي په تلیفون کې د یوه کس سره خبري کوي چې په «حاجي اغا» یې مخاطبوي، وايي چې په افغانستان کې د امریکایانو پر ضد یې عملي جهاد کړی او اوس یې هم پر وړاندي تر ټولو مخکښ مخالف دی چې دی یې ثواب یوازي د الله تعالی څخه غواړي.

نوموړي وايي چې له اولي ورځې څخه یې د امریکایانو او د هغوی د «دست یارانو» سره کلکه مبارزه کړې ده، خو چا چې ورسره مشکلات لرل د طالب له نامه څخه یې په استفادې هغه له وطنه جلا وطني ته اړ کړ.

نوموړي په دغه غږیږ کلیپ کې ویلي چې په کابل کې د حکمتیار، سیاف په شمول ملایان نسي کولای چې د امریکایانو پر ضد خبره وکړي، خو په وینا یې ده خپل سر، مال او اولاد قرباني کړی او شیبې شماري چې کله به امریکایان، لنډغر او یا د هغوی لاسپوڅې پر دوی باندي برید کوي.

عبیدالله بارکزی چې په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی و، نن د شنبې په ورځ په کندهار کې د نامعلومو موټر سایکل سپرو له لوري په نښه او ووژل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سمدستي په پيښه کې لاس لرل رد کړل.

د کندهار یوه ژورنالیست «خالد هادي» پر خپل فیسبوک پاڼه د هغه وژنه د کندهار مافیا ته منسوب کړې چې په وینا یې په تیرو ۱۵ کلونو کې يې تر ۱۵ زره زیات ځوانان او بانفوذه اشخاص وژلي دي.

بلخوا په ټولنیزو پاڼو کې فعالان د عبیدالله بارکزي هدف ګرځېدل د حکومت ناکامي او توطیه بولي.

تبصرې (2)

  • هو ، له خبرو یی هم داسی معلومیدل چه د اشغال سره مینه نه لری او د کابل په غلاماه اداره هم وخت ناوخت ګذارونه کول. په ځانګړی دول په دی اواخرو کی یی د اشغال ضد ګذارونه زیات کړی وو . ماویل چه یو څه به ورته خدای ناخواسته پیښږی ( چه پیښ شول )
    مګر حیرانوونکی دا چه دی وایی طالبانو می زوی راشهید کړو ولی ؟
    له بلی خوا ویل کیږی چه د ده یو زوی د ګلبدینی زوم وو ، ګلبدین چه کابل ته راغلو بارکزی ورله لاسونه مچول او زړا یی کوله یعنی تر یوی کچی ساده ګی یی هم لرله په کار خو دا وو چه د ژړا په ځآی شیری او کنځل ورته کولی نو بیا به دی رشتونی وو ،
    په هر صورت که یی نیت سم وو الله ج دی ورله شهادت قبول کړی

  • دا واضح خبره ده چې په روزګان کې د بارکزو او پوپلزو شخړه روانه ده او په دغه اوږده دښمني کې کله یو قوم د یوي ډلې طرف ونیسي کله بل قوم د بل طرف. نو عبیدالله بارکزی رشتیا هم ددغه قومي شخړو قرباني شوی کس دې