عبیدالله بارکزی د قطر په غونډه کې د طالبانو له لوري دعوت و

عبیدالله بارکزی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی په قطر کې د طالبانو او افغاني شخصیتونو تر منځ په را روانه غونډه کې د طالبانو له لوري دعوت وو.

د قطر دفتر سرچینو نن ټکی اسیا ته ویلي چې عبیدالله بارکزی د یوه قومي مشر او سیاسي شخصیت په توګه د طالبانو له لوري په دوحه کې راتلونکې غونډې ته بلل شوی وو او هغه هم بلنه منلې وه.

تمه ده چې راتلونکې میاشت د طالبانو او افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې بین الافغاني غونډه جوړه شي.

عبیدالله بارکزی نن د شنبې په ورځ په کندهار کې د نامعلومو موټر سایکل سپرو وسلوالو له لوري ووژل شول.

نوموړی چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او امریکایانو پر ضد په رسنیو کې توندي څرګندونې کولې، د هغه وژنې په ټولنیزو پاڼو کې د حکومت او امریکایانو پر ضد سخت غبرګونونه را پارولي دي.

د نوموړي پر وژل کېدو د طالبانو د وخت سفیر او د سولې فعال ملا عبدالسلام ضعیف پر خپل فیسبوک لیکلي چې عبیدالله بارکزی د سولې د روان بهیر د ملاتړو څخه وو.

ډاکټر فیض ځلاند لیکلي:

عبیدالله بارکزي صیب د سولې تر ټولو ځواکمن غږ او د ملي وحشت حکومت سر سخت مخالف و.

تبصرې (2)

  • Now we know who is killing who. it is very clear that the government is not helping the peace process. Mr ghani is educated and scholar but not a good administrator.

  • دا د پردو استخباراتو وطن دی هر څه دلته د پردو په خوښه شوني دي. بارکزي ته دې الله پاک جنت فردوس په نصیب کړي.